پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

د پاکستان د کورنيو چارو وزير په وسله‌‌وال بريد کې ټپي شوی

د پاکستان د کورنيو چارو وزير احسن اقبال

د پاکستان د کورنيو چار وزير احسن اقبال په يوه وسله‌‌وال برید کې ټپي شوی دی.

د پاکستان رسمي راډيو ټلويزيون ويلي، چې احسن اقبال د پنجاب ايالت په خپلې انتخابي حلقې ناروال ولسوالۍ کې يوه غونډې ته وينا کوله، چې نامعلوم بريدگر پرې ډزې وکړې او هغه يې ټپي کړ.

د ځايي پوليسو يوه مشر شهباز احمد رسنيو ته ويلي، چې له غونډې وروسته بریدگر د کورنيو چارو پر وزير بريد وکړ، هغه يې پر ښۍ اوږې ټپي کړی او اوس مهال تر درملنې لاندې دی.

د احسن اقبال زوی احمد اقبال رسنيو ته ويلي، چې د هغه د پلار روغتيايي وضعيت ښه دی او اوس خبرې کولی شي.

چارواکي وايي، چې احسن اقبال به د نورې درملنې لپاره لاهور ته ولېږدول شي.

د کورنيو چارو وزارت لپاره د دولت وزير طلال چوهدري د پېښې پخلی کړی او زياتوي، چې له ۲۰-۲۲ کلونو عمر لرونکی بریدگر امنيتي ځواکونو نيولی دی.

د پاکستان لومړي وزير شاهد خاقان عباسي دغه پېښه غندلې او د پنجاب د پوليسو له عمومي قومندانه د پېښې څېړنيز راپور غوښتی دی.

دا لومړی ځل دی، چې په دې وروستيو کلونو کې د پاکستان پر لوړپوړي چارواکي وسله‌وال بريد کېږي.

نږدې درې مياشتې وړاندې د پاکستان مخکيني لومړي وزير نواز شریف باندې د بوټ گزار شوی و او تر هغه وروسته د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف باندې په يوه ولسي جلسه کې د قلم رنگ شیندل شوی و.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون