روغتيا او ژوند

د اوږد او صحتمند ژوند لپاره دغه ۵ عادتونه خپل کړئ

په ورځني ډول ورزش او فزیکي فعالیت نه لرل او خپلو خوړو ته جدي پاملرنه نه کول هغه لاملونه دي چې انسان په وژونکو ناروغیو اخته کولو سره ژوند ته يي د پای ټکی کېښودلی شي.

له نېکه ‌مرغه انسان یو شمېر گټورو عادتونو خپلولو سره د ګڼو عادي او وژونکو ناروغیو څخه ځان ژغورلو سره د بې وخته مرگ مخنیوی کولی شي.

په دې وروستیو کې په جرنل سرکولیسش روغتیايي مجلې کې خپره شوې یوې څېړنې کې ویل شوي چې گټور خواړه ، په ورځني ډول ورزش، الکول او تمباکو څخه ځان لرې ساتل او د بدن مناسبه اندازه وزن ساتل د اوږد او صحتمند ژوند سبب گرځي.

څېړنې کې ویل شوي چې دغو عادتونو خپلولو له امله د ښځو ژوند ۱۴ په داسې حال کې چې د نارینه ژوند ۱۲ کاله اضافه کېدلی شي.

دغې څېړنې کې د ۷۹۰۰۰ ښځینه او ۴۴۰۰۰ نارینه ورځنی ژوند او روغتیايي عادتونه څېړل شوي.

دغې څېړنې کې په خپله خوښه گډون کوونکو هرو دوو کلونو کې یو ځل خپل ژوند اړوند پوښتلیکونه ډکول او څېړونکي دې پایلې ته ورسېدل چې ۵ عادتونه د اوږد ژوند لامل گرځېدی شي.

دغې څېړنې لپاره څېړونکو ۳۴ کلونو لپاره د گډون کوونکو ژوند تر څېړنې لاندې نیولی و چې دغه دوران کې ۴۲۰۰۰ گډون کوونکي خپل ژوند له لاسه ورکړ چې له دې جملې څخه ۱۴۰۰۰ کسان يي د سرطان او ۱۱۰۰۰ کسان يي د وینې شریانونو اړوندو ناروغیو له امله مړه شول.

خو هغه کسان چې پورته ذکر شوي پنځه عادتونه يي خپل کړي ول، په هغوی کې د نورو په پرتله د مړه کېدلو کچه ۷۴ سلنه ټیټه وه.

دغو کسانو کې د زړه ناروغیو یا فلج له امله د مړینې کچه ۸۲ سلنه او د سرطان له امله د مړینې کچه ۶۵ سلنه ټیټه وه.

په مجموعي توگه دغه پنځه عادتونه خپلول په اوسط ډول ۱۰ کاله ژوند زیاتولی شي.

دغې څېړنې پایلې څرگندوي چې په ورځني ژوند کې څو کوچنۍ خو اغېزناک بدلونونه انسان له وژونکو ناروغیو او په دې ډول له بې وخته مرگ ژغورلی شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون