روغتيا او ژوند

گلکسي او ایفون په وړاندې اېل جي نوی ځیرک موبایل معرفي کړ

اېل جي کمپنۍ خپل نوی ځیرک موبایل چې په نوې ټکنالوژۍ سمبال دی او د مصنوعي ځیرکتیا ځانگړنه هم په کې اضافه شوې معرفي کړی او ډېر ژر به يي نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي.

د اېل جي کمپنۍ د ځیرکو موبایلونو په برخه کې په پرلپسې توگه ماتې خوړلې او حتی پیاوړي او غوره ځیرک موبایلونه يي هم د کاروونکو پاملرنې په جذبولو نه دي بریالي شوي. له همدې امله څو میاشتې وړاندې اېل جي کمپنۍ اعلان وکړ چې تر څو ډاډه نه وي چې ځیرک موبایل يي د خلکو زړه گټلی شي بازار ته به يي وړاندې نه کړي.

خو اوس دغې کمپنۍ د اېل جي جي۷ تېن کیو (LG G7 Thinq) په نوم خپل نوی ځیرک موبایل معرفي کړی چې د مخکینۍ برخې ډیزاین يي ایفون۱۰ ته ورته‌ ده.

ځانگړنې يي:

دغه ځیرک موبایل کې د کوالکوم کمپنۍ تر ټولو پیاوړی پروسېسر سنپ ډراگن ۸۴۵ ځای پر ځای شوی، ۴ گېگابایټ رېم، ۶۴ گېگابایټ د فایل ثبتونې وړتیا، د اضافي میموري کارډ منلو وړتیا او ۳۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ لري.

د گوتې نښې سېنسر د دغه ځیرک موبایل شاتنۍ برخې کې ځای پر ځای شوی او ای پی ۶۸ ځانگړنې له امله د گرد او اوبو ضد خاصیت هم لري.

اېل جي کمپنۍ خپل دغه ځیرک موبایل کې بوم باکس نومې سپیکر ځای پر ځای کړی چې په وینا يي د نورو ټولو کمپنۍ په پرتله به غوره او پیاوړی وي.

دغه ځیرک موبایل به انډرایډ اوریو عامل سیستم سره نړیوالو بازارونو ته وړاندې شي.

د کامرې ځانگړنې يي:

د دغه ځیرک موبایل شاتنۍ برخه کې غبرگې کامرې ځای پر ځای شوي چې دواړه يي ۱۶ مېگاپکسله دي. یوه کامره يي ۷۱ درجې پراخه زوایه لرونکې لېنز او اېف ۱٫۶ اپرچر ځانگړنه لري او دوهمه کامره يي ۱۰۷ درجې پراخه زاویه او اېف ۱٫۹ اپرچر ځانگړنه لري.

مخکینۍ برخه کې يي هم اېف ۱٫۹ اپرچر لرونکې ۸ مېگاپکسله کامره ځای پر ځای شوې.

د کمپنۍ په وینا د دغه ځیرک موبایل مخکینۍ کامره په غبار کې هم د صفا تصویر اخیستلو وړتیا لري او په کې شته مصنوعي ځیرکتیا ځانگړنه د خلکو، خواړه، ښار، اوبه، اسمان، لمر او نورو کې توپیر پېژني او تصویر اخیستلو پر مهال خپل تنظیمات بدلوي.

تر دې دمه د دغه ځیرک موبایل بیه نه ده په ډاگه شوې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون