لوبې

د افغانستان تاریخي ټېسټ لوبې لپاره هندۍ لوبډله اعلان شوه

افغانستان او ایرلینډ د ۲۰۱۷ په جون میاشت کې د کرېکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ او په دې ډول د ټېسټ لوبې درجه لرونکو هېوادونو شمېر ۱۲ ته ورسېد.

په پیل کې ټاکل شوې وه چې افغانستان خپل د تاریخ لومړۍ نړیواله ټېسټ لوبه د استرالیا په وړاندې ترسره کړي خو د استرالیا بوخت مهالوېش له کبله دغه لوبه ۲۰۱۸ کې ناشونې وه.

د هندوستان کرېکټ بورډ د افغانستان له کرېکټ بورډ سره د ښو اړیکو لرلو له کبله افغانستان ته په دغه هېواد کې د دغه هېواد پر وړاندې خپل تاریخي ټېسټ لوبې ترسره کولو بلنه ورکړه.

د افغانستان او هندوستان دغه تاریخي او مهمه لوبه به د جون په میاشت کې د هندوستان په بنگلورو کې ترسره شي.

د هندوستان کرېکټ بورډ تېره ورځ دغې لوبې لپاره خپله یولس کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې له وېراټ کولي پرته به د هندوستان ټول غښتلي او پیاوړې لوبغاړي په کې شامل وي.

هېره دې نه وي چې وېراټ کولي له وړاندې څخه ویلی و چې د افغانستان په وړاندې ټېسټ لوبې کې به گډون ونه وکړي.

که څه هم یو شمېر کارپوهانو په دې باور دي چې د هندوستان له لوري د وېراټ کولي په څېر پیاوړی لوبغاړی نه لوبېدل د افغانستان په گټه ده خو د انډین پرېمیر لیگ سیالیو کې د راشد خان او مجیب ځدران پیاوړې توپ اچونې ثابته کړه چې هېڅ توپ وهونکی د افغان توپ اچونکو په وړاندې خنډ نشي گرځېدلی.

د هندوستان یولس کسیزې لوبډلې نوملړ:

اجېنکیا رهانې (لوبډلمشر)، شېکر دون، مورالي وېجې، کې اېل راهول، چېتېشور پوجارا، کرون نایر، هاردېک پانډیا، رویچندرن اشوېن، روېندرا جدېجا، کلدیپ یادف، ورېدېمن ساها (وېکېټ ساتونکی)، اومېش یادف، محمد شامې، اېشانت شرما او شاردل ټاکر.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون