افغانستان اقتصاد او سوداگري سلايډ (فيچر)

«سياست بايد له اقتصاد سره ونه تړل شي»

د افغانستان د سوداگرۍ وزارت مرستيالې کامله صديقي په مشرۍ يوه پلاوي په اسلام اباد کې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ناصر جنجوعه سره کتلي او د دوه اړخيزې سوداگرۍ په زياتوالي يې ټينگار کړی دی.

په دغه ناسته کې دواړو لوريو د سوداگرۍ په زياتوالي او د سوداگرو د ستونزو په اواري خبرې کړي دي.

د پاکستان د ملي امنيت شورا له دفتره په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې په دغه ناسته کې دواړو خواوو په دې هوکړه کړې، چې اقتصاد باید د سياست تر اغېز لاندې رانشي او د دواړو هېوادنو ترمنځ بايد د دوه اړخيزې سوداگرۍ زياتوالي ته پاملرنه وشي.

ناصر جنجوعه افغان پلاوي ته ډاډ ورکړی، چې پاکستان به له افغانستان سره د سوداگرۍ د ښه‌والي لپاره هر ډول مرستې وکړي.

افغان پلاوي تر دې وړاندې د سه شنبې په ورځ د پاکستان د سوداگرۍ وزارت چارواکو سره هم د سوداگريزو چارو او ستونزو په اړه خبرې کړي او دواړو خواو د سوداگرۍ په زياتوالي ټينگار کړی دی.

د افغانستان د سوداگرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزي له تېرو څو مياشتو راهيسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداگرۍ په کموالي اندېښنه ښوولې وه او له دواړو حکومتونو يې غوښتي، چې سياست بايد پر اقتصاد او سوداگرۍ اغېز ونه کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ شته سوداگرۍ ته بايد پاملرنه وشي او دواړه حکومتونه بايد د سوداگرو ستونزې اوارې کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون