روغتيا او ژوند

دغه ۸ کړنلارې مو روژې ته چمتو کوي

ډېری خلک گومان کوي چې له وړاندې څخه د روژې میاشتې ته چمتو وي خو د روژې پر مهال بیا له ستونزو سره مخ کېږي. که چېرې له وړاندې څخه د روژې لپاره چمتوالی ونیول شي او سترو بدلونونو پام کې نیولو سره خپل عادتونه بدل کړو نو بدن به مو په اسانۍ سره له روژې سره عادت شي او د گرمیو موسم کې به هم روژه نیول ستونزمنه نه وي.

روژه سږکال یو ځل بیا  د گرمۍ په موسم کې چې ورځې به تقریباُ ۱۶ ساعته اوږدې وي راځي او د گرمۍ له امله د لوږې او تندې زغمل به هم ډېر ستونزمن وي خو لاندېنیو څو کړنلارو سره کولای شو خپل بدن او ذهن د روژې لپاره چمتو کړو.

د خوړو کارول

په مناسبه اندازه خواړه وخورئ. په دې فکر چې روژه کې به د خوړو خوړلو فرصت له لاسه ورکړئ له اندازې زیات خواړه مه خورئ. دغه کار یوازې ستاسې اشتها زیاتوي چې د روژې پر مهال به مو له سختې لوږې سره مخ کړي چې د زغم وړ به نه وي.

اضافي خوړو څخه ځان ژغورل

په عام ډول د ورځې درې وخته سهار، غرمه او ماښام ډوډۍ خوړل کېږي خو که چېرې له دې سربېره تاسې اضافي وختونو کې د اضافي خوړو عادت لرئ نو ځان ترې وژغورئ، ځکه چې د روژې مبارکې میاشتې پر مهال د خواړه خوړلو وخت یوازې پېشلمي او روژه ماتې پورې محدود وي.

کافي (Coffee) کارول

که چېرې په ورځني ډول کافي کاروئ او د روژې په پیل کې د سر له درد څخه خلاصون غواړئ نو د کافي کارول لږ کړئ او هڅه وکړئ چې په ورځني ډول یوازې یو گېلاس وڅښئ. کافي خپل ترکیب کې کیفین لري او څښونکی ورسره عادت کېږي. په یو ځل پرېښودل يي انسان له سر درد او یو شمېر نورو ستونزو سره مخ کوي.

تمباکو څښلو څخه ځان ساتل

هغه تمباکو څښونکي چې له کوم چمتوالي پرته روژه نیول پیل کړي له مختلفو ستونزو لکه غصه کېدل، بې ځایه شخړې کول او په ځانگړې څېز متمرکز کېدل سره مخ کېږي او دغو ستونزو څخه خلاصون لپاره د روژې له پیل څخه وړاندې د ورځې په جریان کې د تمباکو څښل لږ کړئ تر څو له وړاندې څخه روژې نیولو ته چمتو شئ.

سهار وختي سهارنۍ وخورئ

د روژې مبارکې میاشت کې پېشلمی لازمي دی او له پېشلمي سره عادت کېدلو لپاره له اوس څخه سهار وختي سهارنۍ وخورئ تر څو معده مو له دغه بدلون سره عادت شي او د روژې پر مهال د معدې له روغتیايي ستونزو سره مخ نه شئ.

خپل خوب کنټرولول

که چېرې د ناوخته ویده کېدو او ناوخته پاڅېدو عادت لرئ، نو له اوس څخه يي کنټرول پیل کړئ ځکه چې د روژې مبارکې میاشت کې باید وختي د پیشلمي لپاره پاڅئ. دغې موخې لپاره د وختي ویده کېدو عادت خپل کړئ.

له وړاندې څخه د اړتیا وړ توکي وپېرئ

د روژې لومړۍ اوونۍ کې د انسان بدن او ذهن دغه ستر بدلون سره د عادي کېدو لپاره له مختلفو ستونزو سره مخ وي چې له همدې امله لومړي څو روژې انسان لپاره یوه اندازه ستونزمنې وي. د روژې لومړۍ اوونۍ کې له اضافي ستونزو څخه خلاصون لپاره له روژې څخه وړاندې د اړتیا وړ توکي وپېرئ.

له رمضان څخه وړاندې روژه

ځان له وړاندې څخه روژې لپاره د چمتو کولو تر ټولو غوره کړنلاره دا ده چې د رمضان له پیل څخه وړاندې د روژې نیولو تمرین پیل کړئ. د رمضان له پیل څخه وړاندې که چېرې په وقفې سره څو روژې ونیسئ نو د ثواب سربېره له روژې سره به هم عادي شئ او روژه نیول به ډېره زیاته اسانه شي.

ډاکټر ته مراجعه

په شکرې، وینې فشار، معدې او نورو ناروغیو اخته کسان چې گومان کوي د روژه نیولو وړتیا نه لري، له روژې وړاندې باید ډاکټر ته مراجعه وکړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون