افغانستان سلايډ (فيچر) سوله

افغان حکومت د اندونيزيا له غونډې خپلې موخې ترلاسه کړې؟

تېره ورځ په اندونيزيا کې د افغانستان، پاکستان او اندونیزيا علماوو د سولې په اړه ځانگړې ناسته درلوده او د غونډې گډونوالو د سولې په اړه او لارو چارو خبرې کړي دي.

له دغې ناستې وروسته پژواک او يو شمېر نورو رسنيو وويل، چې د پاکستان علماوو له طالبانو غوښتي، چې جگړه بنده کړي او ځينو نورو ليکلي، چې د طالبانو له لوري روانه جگړه ناروا بلل شوې ده.

پژواک خبري اژانس ليکلي، چې د دارالعلوم حقانيې مرستيال مهتمم مولان انوار الحق له طالبانو غوښتي، چې د افغان حکومت پر ضد جگړه بنده کړي.

د رسنيو دغو راپورونو په ټولنيزو رسنيو کې پراخ غبرگونونه راپارولي، چې بالاخره په دغه ناسته کې گډون کوونکو پاکستاني عالمانو وويل، چې دوی يوازې د سولې په اړتيا خبرې کړي او د طالبانو نوم هم په کې نه دی ياد شوی.

په ټولنيزو رسنيو خپاره شوي ويډيويي پيغام کې مولانا انوار الحق د رسنيو راپورونه ناسم بللي او وايي، چې په دغه ناسته کې د طالبانو نوم نه دی ياد شوی او نه په دغه ناسته کې د يوې ځانگړې ډلې پر ضد خبرې شوي دي.

مولانا انوارالحق زياته کړه، چې د سولې دغې غونډې ته يې د روان کړکېچ په اصلي ستونزې خبرې کړي او د غونډې گډونوالو ته يې ويلي، چې تر څو امریکا په افغانستان کې وي، دغه ستونزه نه شي اوارېدی او د ساري په توگه د کوهي يادونه کړې، چې تر څو له کوهي څخه «مرداره» نه وي ويستل شوي، د اوبو په ويستلو کوهی نه پاکيږي او د هغه په وينا دا «مرداره» امریکا ده.

د دغې غونډې بل گډونوال شيخ محمد ادريس هم وويل، چې په دغه ناسته کې د سولې په اړتيا او په اسلامي نړۍ کې پر روانو ستونزو خبرې وشوې او هغه راپورونه يې رد کړي، چې دغو عالمانو له طالبانو د جگړې درول غوښتي، بلکې ټول ټينگار د سولې په اړتيا او حللارو شوی دی.

د افغانستان، پاکستان او اندونيزيا د علماوو په وروستي پرېکړه‌ليک هم ويل شوي، چې د افغانستان وضعيت د سولې لپاره برابر دی، طالبان بايد د حکومت له لوري د سولې وړانديز ته مثبت ځواب ووايي او د مخالفينو په بريدونو کې بايد ملکيانو ته زيان ونه رسيږي.

افغان حکومت له دې غونډې هغه څه ترلاسه کړل، چې هيله يې درلوده؟

د سياسي چارو شنونکي وايي، چې له دغې غونډې وړاندې حکومت هيله درلوده، چې د درې واړو هېوادونو علما به د طالبانو له لوري دغه جگړه نامشروعه وبولي، خو په دغه اعلاميه کې داسې څه تر سترگو نه شول، چې حکومت يې هيله درلوده.

د چارو شنونکی وحيد مژده وايي، چې طالبانو تر دې غونډې وړاندې له پاکستاني او اندونيزيايي عالمانو غوښتي وو، چې دوی بايد د سولې لپاره رول ولوبوي، نه دا چې یو طرف ونيسي، چې بالاخره د اندونيزيا حکومت د دغې ناستې په اجنډا کې بدلون راوست.

د مژده په وينا دغه ډول ناستې گټورې دي، خو حکومت، چې ترې کومه موخه درلوده ترلاسه يې نه کړه او هغه د طالبانو له لوري روانه جگړه نامشروعه بلل و.

د چارو بل شنونکي امين الله شارق هم ويلي، چې په دغه ناسته کې د حلال او حرام خبره نه ده شوې، بلکې په خپره شوې اعلاميه يوازې سياسي وړانديزونه او مادې دي، چې د غونډې مطلوبې پايلې ترې ترلاسه نشوې.

د سولې عالي شورا او حکومت دغه ناسته گټوره بللې او د سولې په راوستو کې يې هيله‌ بښونکې بولي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون