پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

کراچۍ: د پښتون ژغورنې غورځنگ «د غونډې د مخنيوي هڅه،» يو شمېر غړي يې نيول شوي

د پښتنو د ژغورنې غورځنگ ادعا کړې، چې حکومت په کراچۍ کې د دوی د کېدونکې غونډې د مخنيوي هڅه کوي، په دې لړ کې يې د دوی دولس فعال غړي هم نيولي دي او د الوتکې له لارې کراچۍ ته د منظور پښتين د تلو مخنیوی هم شوی دی.

د پښتنو ژغورنې غورځنگ سبا د می په ۱۳مه په کراچۍ ښار کې د غونډې اعلان کړی او له تېرې جمعې راهيسې د کراچۍ په پښتون مېشتو سيمو کې د دې غونډې لپاره پراخ چمتوالی هم نیول شوی  دی.

د سند ايالت حکومت تېره ورځ د پښتنو ژغورنې غورځنگ ته په کراچۍ کې د غونډې کولو اجازه نه ده ورکړې.

د سند د کورنيو چارو  وزير سهيل انور ويلي، چې په دې ورځ په دغه ټاکلي ځای کې يو مذهبي گوند هم غونډه لري او له همدې امله دوی د پښتنو ژغورنې غورځنگ ته د جلسې اجازه نه شي ورکولی.

د کورنيو چارو ايالتي وزير ويلي، چې دوی د پېښتنو د ژغورنې غورځنگ پر غونډې نيوکه نه لري، خو بايد ځای يې بدل کړي او په دې اړه يې د کراچۍ کمشنر ته ويلي، چې د دې غورځنگ د غونډې لپاره ځای وټاکي.

د پښتنو د ژغورنې غورځنگ مخکښ غړي محسن دوړ ويلي، چې د کراچۍ د کمشنر له دفتره دوی ته تيليفون راغلی و، چې چارواکي له دوی سره د جلسې په اړه خبرې کوي، دوی چې هلته په درې موټرو کې روان شول، يو موټر د کمشنر دفتر ته ننوت او پاتې دوه موټر امنيتي ځواکونو نيولي، له هغوی يې ټيليفونونه هم اخيستي، د هاشم مندوخېل او سيف افغان په نوم د دوی ملگري يې نيولي دي.

دغه غورځنگ وايي، چې د تېرو څلرويشتو ساعتونو پر مهال يې د منور خان، خان جان، اکبر جان، سيف افغان، گل مرجان، هاشم خان، زين الدين، طارق خان، اجمل خان، عالم زېب، رضا وزير، سعد عالم، ارمان لونی، امن خټک او د کراچۍ پوهنتون د پروفيسر رياض احمد په گډون یو شمېر غړي نيول شوي، چې تر اوسه يې درک نه لگيږي.

محسن دوړ دا هم وايي، چې منظور پښتين کراچۍ ته د سفر لپاره د اسلام اباد هوايي ډگر ته ورسېد، هلته ورته وويل شول، چې ټيکټ يې لغوه شوی او بل شرکت هم د ټيکټ له ورکولو نټه کړې ده.

ښاغلي دوړ ويلي، چې دا نيونې او د چارواکو ناوړه چلند د دې لپاره دی، چې په کراچۍ کې د دوی غونډه ناکامه کړای شي، خو ده هوډ څرگند کړی، چې په هر صورت وي، دوی به په کراچۍ ښار کې خپله جلسه کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون