سيمه، عرب او نړۍ

اسراييلي يرغلگرو ۲۵ فلسطينيان وژلي او لسگونه يې ټپيان کړي

اسراييلي يرغلگرو پر سوله‌ييزو لاريونوالو ډزې کړي، چې له امله يې لږ تر لږه پنځه‌ويشت تنه وژل شوي او لسگونه نور ټپيان دي.

فلسطينيانو د اجباري هجرت پر ضد  او د مقاومت د اويايمې کلیزې د نمانځلو پر مهال د اسراييلو پولې ته څېرمه سوله‌ييز لاريون پيل کړی، دوی غواړي، چې د دوی اجباري هجرت پای ته ورسيږي او بېرته خپلو سيمو ته وگرځي، خو اسراييلي يرغلگرو پر سوله‌ييزو لاريونوالو ډزې کړي او لسگونو کسانو ته يې مرگ ژوبله اړولې ده.

دغو لاريونوالو نن د امریکا له لوري بيت المقدس ته د خپل سفارت د لېږد پر مخالفت هم شعارونه ورکول.

اسراييلي عسکرو بیت المقدس ته د امریکا سفارت د لېږل د مراسمو لپاره پراخ امنيتي تدابير نيولي او پر لاريونوالو يې ډزو کې د ښځو او ماشومانو په گډون لسگونو کسانو ته مرگ ژوبله اړولې ده.

د غزې طبي سرچينې وايي، چې په ټپيانو کې درې فلسطيني خبريالان هم شامل دي.

فلسطيني چارواکو په دې اړه بېړنۍ غونډه راغوښتې او د لاريون مشرانو له خلکو غوښتي، چې د اسراييلي يرغلگرو او امريکا پر ضد مليوني لاريون پيل کړي.

د غزې په ټولو سيمو کې کاربنديز اعلان شوی او د فلسطين ملي گوند له خلکو غوښتي، چې د  امریکا او اسراييلو پر ضد پراخ لاريون گډون ته له خپلو کورنيو سره ورشي.

د اسراييلو لومړي وزير د شپږ اتيا هېوادونو استازو ته بلنه ورکړې، چې بیت المقدس ته د امريکايي سفارت د لېږد پرانيستغونډه کې گډون وکړي، خو په دغو هېوادونو کې يوازې دېرشو هېوادونو دغه بلنه منلې او نورو ردکړې د ه.

فلسطيني چارواکو هم په اسراييلو کې د ټولو هېوادونو له سفيرانو غوښتي، چې په ياده غونډه کې له گډونه ډډه وکړي.

له دغې غونډې څو ساعته وړاندې اسرايیلي الوتکو فلسطينيانو ته خبرداری ورکړی و، چې د حماس جهادي ډلې او نورو ډلو په لمسون لاريونونو کې گډون ونه کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون