سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د اسراييلي ښکېلاکگرو په ډزو ۵۲ فلسطينيان وژل شوي او له ۲۰۰۰ زيات ټپيان شول

له تېرو شپږو اوونيو راهيسې فلسطينيانو د اسراييلي ښکېلاگرو پر ضد پراخ سوله‌ييز لاريونونه پيل کړي او نن په بیت المقدس کې د امریکايي سفارت د پرانيستغونډې پر مهال تر ټولو خونړۍ ورځ وه.

اسراييلي عسکرو پر سوله‌ييزو لاريونوالو ډزې کړي، چې پر مهال يې تر اوسه د ۵۲ کسانو د وژل کېدو او له دوو زرو د زياتو د ټپي کېدو راپورونه ترلاسه شوي دي.

بیت المقدس کې د امریکايي سفارت پرانيستغونډې ته د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لور ايوانکا ټرمپ، د هغه زوم جاريډ کوشنیر، د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جان سيلوان او يو شمېر نور چارواکي ورغلي وو.

ټرمپ دغې غونډې ته د ويډيويي وينا له لارې وويل، چې واشنگټن لا هم د اسراييلو او فلسطين ترمنځ د سولې لپاره د منځگړي په توگه خپل رول ادا کوي او له فلسطينيانو يې غوښتي، چې د سولې لاره غوره کړي.

د هغه په وينا بيت المقدس ته د امریکا سفارت لېږدول د دواړو لوريو ترمنځ د روغې جوړې لپاره اړين و.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت بيت المقدس ته د امریکايي سفارت د لېږدولو هرکلی کړی، خو دغلته يې د پېښې شوې مرگ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

د ملگرو ملتونو غبرگون

بشري حقونو لپاره د ملگرو ملتونو د کميسيون مشر راد الحسين په غزه کې پر سوله‌ييزو لاريونوال د اسراييلي يرغلگرو بريد غندلی.

برتانيا: امریکا پر غلط وخت غلط گام پورته کړی

د برتانيې د بهرنيو چارو وزير بورس جانس د اسراييلي عسکرو له لوري پر سوله‌ييزو لاريونوالو برید غندلی او زياتوي، چې دی دې مرگ ژوبلې اندېښمن کړی دی.

د جانس په وينا امریکا په غلط وخت کې غلط گام پورته کړ او زياتوي، چې هېواد يې بیت المقدس ته د امریکايي سفارت د لېږد ملاتړ نه کوي.

اروپايي ټولنه: له ټولو خواوو د زغم غوښتنه کوو

د اروپايي ټولنې د بهرنيو اړيکو مسوولې فيدريکا موگريني ويلي، چې د غزې ازغن تار ته څېرمه د ملکي فلسطينيانو په مرگ ژوبله اندېښمن دي او ټينگار کوي، چې د نورې وينې تويدو د مخنيوي لپاره بايد دواړه خواوې له زغمه کار واخلي.

اردوغان: د امریکا او  اسراييلو پر ضد به له خپلو فلسطيني وروڼو سره ولاړ یو

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د بیت المقدس ته  د امریکايي سفارت د لېږد گام غندلی او زياتوي، چې د امریکايي او اسراييلو پر ضد به له خپلو فلسطيني وروڼو سره ولاړ وي.

محمود عباس: امریکا بيت المقدس ته د خپل سفارت په لېږدولو د ټول بشريت او نړيوال قانون سپکاوی کړی دی.

نورو دولتونو او بشري ټولنو هم بيت المقدس ته د امریکايي سفارت لېږد او فلسطينيانو پر خلاف د اسراييلي ښکېلاگرو زور زياتی غندلی دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون