سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

واشنگټن د غزې د خونړۍ پېښې په اړه د م م د څېړنو مخنیوی کړی

د امریکا متحده ايالتونو تېره شپه د ملگرو ملتونو په امنيت شورا هغه غوښتنه رد کړې، چې د اسراييلي ښکېلاکگرو له لوري يې د غزې په تراډه کې د اوښتې خونړۍ مرگ ژوبلې د څېړنو غوښتنه کړې وه.

ډيپلوماټيکې سرچينې وايي، چې د امنيت شورا غړو هېوادونو د غزې د تېرې ورځې د خونړۍ مرگ ژوبلې د غندلو سربېره غوښتنه وکړه، چې دغه پېښه دې د ملگرو ملتونو له لوري وڅېړل شي، خو امریکا يې په ټينگو الفاظو مخنیوی وکړ.

تېره ورځ بيت المقدس ته د امریکايي سفارت د لېږد په غبرگون کې زرگونو فلسطينيانو کاري بنديز اعلان کړی و، د امریکا او اسراييلي پر ضد يې پراخ سوله‌ييز لاريونونه پيل کړي وو، خو اسراييلي يرغلگرو پر فلسطينيانو اوښکې بهوونکی گاز شیندلی او ډزې يې پرې کړې وې، چې له امله يې لسگونو کسان وژل شوي او له دوو زرو زيات ټپيان دي.

سپينه ماڼۍ وايي، چې حماس جهادي ډلې خلک د امريکا او اسراييلو پر ضد راپورته کولو ته اړ کړي او په دې اړه به هېڅکله دوی سترگې پټې نه کړي.

امریکا د فلسطينيانو پر ضد د اسراييلو د ظلمونو ننگه کړې او ټينگار يې کړی، چې «اسراييل له خپل ځانه د دفاع حق لري.»

د ملگرو ملتونو اعلاميه

د ملگرو ملتونو د امنيت شورا په اعلاميه کې راغلي، چې «موږ د فلسطيني سوله‌ييزو لاريونوالو د مرگ ژوبلې په اړه ډېر غمجن يو.» او غوښتنه يې کړې، چې په دې اړه بايد بې پرې څېړنې وشي.

د امنيت شورا مسوده زياتوي: «امنيت شورا په دې اړه خپله ژوره خواشیني ښکاره کوي، چې اسراييلو د ختيځ بيت المقدس په گډون له ۱۹۶۷ راهيسې د فلسطين خاوره اشغال کړې او د خپلو حقونو غوښتونکو فلسطينيانو ته يې خونړۍ مرگ ژوبله اړولې ده.»

امنيت شورا له ټولو اړخونو د زغم غوښتنه کړې او ټينگار کوي، چې هېڅ هېواد بايد داسې څرگندونې ونه کړي، چې له مخې يې په سيمه کې ناامنۍ او تاوتريخوالی زيات شي.

 امنيت شورا يو ځل بيا ويلي، چې د امريکا له لوري بيت المقدس د اسراييلو پلازمېنه پېژندل او هلته د خپل سفارت لېږد هېڅ قانوني ارزښت نه لري او په دې اړه نن د يوازيني عرب هېواد په وړانديز د امنيت شورا بېړنۍ غونډه رابلل شوې ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون