سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

ترکيې له امريکا او اسراييلو خپل سفيران ورغوښتي

د فلسطينيانو د ټولوژنې په غبرگون کې ترکيې له اسراييلو او امریکا خپل سفيران ورغوښتوي دي.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان ويلي، چې امریکا او اسراييل د بشريت ضد جرمونو مسوول دي او په غزه کې يې د اسراييلي عسکرو له لوري د فلسطينيانو د ټولوژنې په غبرگون کې له امريکا او اسراييلو خپل سفيران ورغوښتي دي.

سويلي افريقا هم له اسراييلو خپل سفير ويستلی دی.

سعودي عربستان د پېښې غندنه کړې او کويت د امنيت شورا د بېړنۍ ناستې د راغوښتلو وړانديز کړی دی.

سعودي په داسې حال کې په غزه کې د شوې خونړۍ مرگ ژوبلې غندنه کړې، چې تېره مياشت د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په نيويارک کې د يهودانو يوې غونډې ته د وينا پر مهال ويلي و، چې فلسطينيان دې د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سولې طرحه ومني او يا دې هم «خوله بنده کړي.»

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د څانگې مشر رعد الحسين ويلي، چې پر سوله‌ييزو لاريونوالو بريد کوونکي بايد د عدالت مېز ته راکش کړی شي.

ملگرو ملتونو، اروپايي ټولنې، بشري ټولنو، برتانيې، ترکيې، پاکستاني، سويلي افريقا او د افغانستان طالبانو هم د امریکا له لوري بيت المقدس ته د امریکايي سفارت د لېږد او پر سوله‌ييزو فلسطيني لاريونوالو د اسراييلي ښکېلاکگرو بريد غندلی دی.

ترکيې او فلسطين د پېښې په اړه درې ورځنی ماتم اعلان کړی او د ټرمپ پرېکړه يې د ټولو بشري قوانينو سپکاوی بللی دی.

تېره ورځ بيت المقدس ته د امريکايي سفارت د لېږد په غبرگون کې د غزې په گډون په ټول فلسطين کې پراخ لاريونونه وشول، چې اسراييلي عسکرو پرې اوښکې بهوونکی گاز شيندلی او ډزې يې پرې کړي، چې له امله يې ۵۸ فلسطينيان شهيدان شوي او له دوو زرو زيات ټپيان دي.

ملگرو ملتونو دغه پېښه غندلې، امنيت شورا د بې پرې څېړنو غوښتنه کړې او امریکا د دغې ټولوژنې د څېړنو لپاره د ملگرو ملتونو د وړانديز مخینوی کړی دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون