افغانستان سلايډ (فيچر)

فراه ته تازه دمي‌ ځواکونه رسیدلي؛ خو نښته لا هم روانه ده

په داسې حال کې چې د فراه ځېنې سیمې د طالبانو په لاس سقوط شوې ملي دفاع وزارت وايي،‌ فراه ښار ته تازه دمي‌ ځواکونه رسیدلي،‌ او حالت به ډېر ژر کابو کړي.

نړۍنیوز ته له فراه امنیتي سرچینو ویلي، چې د امنیتي‌‌ ځواکونو گڼ‌ وسائل او مهمات د وسله‌والو لاس ته ورغلي‌ دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې درېیمه حوزه سقوط شوې، د ملي امنیت ریاست یوې برخې ته وسله‌والو اور اچولی او د ولایت مقام شاوخوا ته هم سخته نښته روانه ده.

خو د ملي دفاع وزارت سرپرست ویاند محمد رادمنش ویلي، چې له څو جهتونو هوايي او ځمکني قوتونه فراه ښار ته رسیدلي‌ او ډير ژر به وسله‌وال په گونډو کړي.

هغه سرچینې چې نړۍ نیوز ته یې معلومات ورکول دا هم وویل، چې تر اوسه په جگړه کې لږ تر لږه اووه ملکي وگړي ټپيان شوي دي‌ او نور ټول کسان په خپلو کورونو کې بند پاتې دي.

ځايي خبریالان وايي،‌ چې دا مهال د ښار له مختلفو سیمو د ډزو غږونه اوریدل کیږي او په هوا کې الوتکې او چورلکې هم گرځي.

نښته د شپې شاوخوا دوه بجې پیل شوې او لسگونه وسله‌وال په کې برخه لري.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي‌ وایي، چې دوی د فراه ښار گڼې سیمې نیولې او ځېنې نورې یې د نیولو په حال کې دي.

له تېرې یوې اونۍ راهیسې د فراه ښار د کلابندۍ او په ښار کې د ننه د جگړو راپورونه خپریدل.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون