افغانستان سلايډ (فيچر)

افغانستان او پاکستان د عمل په گډ پلان سلا شوي

افغانستان او پاکستان پرون په اسلام اباد کې تر څلورمې غونډې وروسته د سولې او پیوستون لپاره د عمل پر گډ پلان سره سلا شوي‌ دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا غونډه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي‌ او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې تهمینې جنجوعه په مشرۍ جوړه شوې وه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وايي،‌ تېره ورځ‌ دواړه لوري سلا شول، چې د عمل گډ پلان نهايي کړي او د دغه پلان له مخې به ترهگرۍ سره د مبارزې،‌ سولې او ثبات لپاره مناسب گامونه اخیستل کیږي.

مستغني زیاتوي، چې د افغانستان او پاکستان د عمل د گډ پلان پر بنسټ‌ به دواړه هېوادونه گډو اهدافو ته د رسیدو لپاره هڅې کوي.

د گډې غونډې په اعلامیه کې د افغانستان او پاکستان د ډيپلوماټانو څلورمه غونډه مهمه بلل شوې او په کې ویل شوي، چې د عمل د گډ پلان لپاره به شپږ کاري‌ ډلې جوړیږي.

د اعلامیې له مخې جوړېدونکې کاري ډلې به په نږدې راتلونکې کې د خپلو جوړېدونکو غونډو په اړه پریکړه وکړي.

امنیت‌،‌ له ترهگرۍ سره مبارزه،‌ د تاوتریخوالي کمول، سوداگري، ترانزیټ‌ او اقتصاد د گډو کاري‌ کمېټو کاري محورنه بلل شوي‌ دي.

افغانستان او پاکستان تر دې وړاندې هم د پیوستون لپاره د عمل پر گډ پلان درې غونډې کړې وې؛ خو پایلې ته په کې نه و رسیدلي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون