افغانستان

بادغیس او سمنگانو کې سیلابونو ۲۵ تنه مړه کړي‌

د بادغیس په بالامرغاب او مقر ولسوالیو او د سمنگانو ولایت په مرکز ایبک کې له بارانونو وروسته سیلابونه راوتلي او تر اوسه په کې د ۲۵ کسانو د مړه کېدو پخلی شوی دی.

د بادغیس له طبیعي‌ پېښو سره د مبارزې ریاست مسوول اخترمحمد حزین وايي، تېره شپه په بالامرغاب او مقر ولسوالیو کې سیلابونه راوتلي، چې ۱۸ تنه په کې مړه شوي‌ او گڼ مالي ‌زیانونه یې هم اړولي دي.

دی وایي،‌ ښايي مرگ ژوبله تر دې هم زیاته وي؛ خو ابتدايي‌ شمېرې چې دوی ته رسیدلې د همدې شمېر کسانو مړه کېدل په کې تایید شوي دي.

نوموړی همداراز زیاتوي، ډېر ژر به د اوښتو ځاني او مالي زیانونو کره شمېر روښانه شي‌ او په خبره یې ځېنې بیړنۍ مرستې هم سیلاب ځپلو ته د لیږد په حال کې دي.

بل پلو د سمنگانو ولایت مطبوعاتي‌ دفتر وايي، چې په ایبک ښار کې د سیلابونو له امله ۷ تنه مړه شوي‌ دي.

د یاد ولایت له مطبوعاتي‌ دفتره خپره شوې خبرپاڼه همداراز زیاتوي، چې تر ۱۰۰ ډېر کورونه هم له تېرې شپې را وروسته سیلابونو له منځه وړي یا یې په قسمي ډول ویجاړ کړي‌ دي.

د سمنگانو په ځېنو نورو ولسوالیو کې هم د سیلابونو له امله د اوښتو زیانونو خبرونه خپاره شوي‌ دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون