افغانستان سلايډ (فيچر)

یونما: له فساد سره د حکومت مبارزه د ستاینې؛ خو کافي‌ نه ده

افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د مرستندويه ادارې «يونما» مشر تداماچي ياماماتو

په افغانستان د ملگرو ملتونو دفتر یا یونما وايي،‌ چې له فساد سره د افغان حکومت مبارزه د ستاینې خو کافي نه ده.

د یونما په راپور کې چې نن سه شنبه د دغې ادارې مشر تاداماچي‌ یاماماتو په کابل کې خپور کړ ویل شوي، چې فساد په افغانستان کې ژورې ریښې لري او له منځه وړل یې وخت او پياوړې اراده غواړي.

یاماماتو د راپور د اعلان پر مهال وویل، چې له فساد سره د حکومت اراده اوس تر پخوا پياوړې او جدي ده؛ ځکه یې دوی ستايي.

د هغه په وینا د قوانیو د اصلاح او محسوسو بدلونونو لپاره د لا زیات کار او نویو ستراتېژیو اړتیا ده.

په راپور کې همداراز ویل شوي،‌ چې د اداري اصلاحاتو او ملکي‌ خدمتونو کمېسیون وروستي گامونه او له فساد سره د مبارزې د عدلي او قضايي‌ مرکز کړنې د دوی په نظر گټور ښکاري.

په خپاره شوي راپور کې وړاندیز شوی، چې له فساد سره باید د افغان حکومت مبارزه داسې بڼه ولري، چې پر عامو افغانانو مثبت اغېز ولري.

یونما په داسې مهال دا راپور خپوري، چې لا هم گڼ کسان په حکومتي‌ او غیر حکومتي ادارو کې له پراخ فساده سر ټکوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون