افغانستان سلايډ (فيچر)

یو شمېر سناتوران له حکومتي‌ مشرانو استعفا غواړي‌

پر فراه ولایت د طالبانو تر برید وروسته د مشرانو جرگې یو شمېر غړي‌ له حکومتي‌ مشرانو غواړي،‌ چې له دندو دې استعفا وکړي.

د جرگې د سه شنبې ورځې په غونډه کې د فراه استازو ویلي، چې که حکومت د ورځې حالت کابو نه شي‌ کړای د شپې به وضعیت لا خراب شي‌ او ښار ښایي‌ په بشپړ ډول سقوط شي.

د جرگې لومړي‌ مرستیال محمد علم ایزدیار د جرگې په غونډه کې وویل، چې حکومت د امنیتي‌ وضعیت په مهارولو کې ناکام شوی او دا کار د حکومتي مشرانو بې کفایتي ښيي.

هغه وویل،‌ که حکومتي مشرانو امنیتي‌ حالت نه شي‌ مهارولی باید شرافتمندانه استعفا وکړي.
د جرگې بل سناتور نادر بلوچ وویل، حکومتي‌ مشران د امنیت د کابو کولو توان نه لري‌ او باید یوه نظامي‌ شورا جوړه او امنیتي‌ چارې ورته وسپارل شي.

د فراه استازي گل احمد عظیمي‌ وویل،‌ که حکومت د ورځې حالت کابو نه شي‌ کړای ښايي‌ د شپې ټول ښار د طالبانو لاس ته ولویږي.

د هغه په خبره حکومت باید سهار بیړني اقدامات کړي وای؛ خو دا کار ېې د بېلا بېلو دلایلو له امله ونه کړ.

د جرگې مشر فضل الهادي مسلمیار بیا وویل، چې حکومتي مشران خپله هڅه کوي.

هغه وویل،‌ یو شمېر کسان امنیتي وضعیت تر اصلي صحنې ډير خراب معرفي کوي نو ځکه باید لومړی حقایق روښانه شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون