افغانستان سلايډ (فيچر)

طالبان له فراه ښاره بېرته ووتل

وسله‌وال طالبان د فراه ښار له يوې ورځې نيولو ورسته بېرته خوشې کړی او له ښاره وتلي دي.

د فراه والي بصير سالنگي رسنيو ته ويلي، چې طالبان يې له ښاره په شا کړي او په نښته کې درې سوه طالبان وژل شوي او د طالبانو په بريدونو کې هم پنځه ويشت سرتيري وژل شوي دي.

خو د وسله‌والو طالبانو وياند رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې فراه ښار کې يې حکومت ته پرېمانه زيانونه اړولي او گڼ شمېر وسلې يې هم له ځان سره وړي دي.

د دغې ډلې وياند قاري محمد يوسف احمدي ويلي، چې د دوی جنگياليو تېره ورځ د فراه ښار د نيولو پر مهال ۶۳ افغان سرتيري وژلي، گڼ شمېر نور يې ټپيان کړي  دي او د ولايت گڼ شمېر سپکې او درنې وسلې او پوځي مهمات يې له ځان سره وړي دي.

طالبانو په دغه نښته کې د خپلو نهو جنگياليو د وژل کېدو پخلی هم کړی دی.

په ټولنيیزو شبکو کې خپرو شوو ويډيوگانو کې هم ښکاري، چې وسله‌وال طالبان د ولايت د استخباراتو رياست، محبس او يو شمېر نورې ادارې له نيولو وروسته سوځولي او دولتي املاک يې هم له ځان سره وړي دي.

طالبانو د فراه ولايت د جگړې پر مهال خلکو او تسليم شوو عسکرو ته ډاډ ورکړی و، چې  دوی ته به هېڅ ډول زيان نه رسيږي.

د ميدان وردگو د جلريز ولسوالۍ اوسېدونکي افغان سرتيري خان ولي نړۍنيوز ته وويل، چې دی د ښار په درېيمه حوزه کې له خپلو ملگرو سره له جگړې وروسته طالبانو ته تسليم شوی او نن سهار يې بېرته خپلو کورونه لېږدولي دي.

طالبانو د حکومتي چارواکو ادعاوې ناسمې بللي، چې  گواکې نږدې درسوه مخالفين يې وژلي او زياتوي، چې دوی د خپل پلان له مخې نن سهار د مشرانو په غوښتنه د فراه ښار بېرته پرېښی، خو ټولې وسلې، زغروال ټانکونه، پوځي وسایط او نور مهم توکي يې له ځان سره وړي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون