افغانستان سلايډ (فيچر)

د غزني پر څو ولسوالیو هم مهاله بریدونه شوي‌

وسله‌والو تېره شپه د غزني  پر جغتو، اندړو، زنخان، گیرو او ده یک ولسوالیو هم مهاله بریدونه کړي، چې د کومې ولسوالۍ په نیولو نه دي بریالي‌ شوي.

د غزني ولایتي شورا غړی نصیر احمد فقیري وايي، چې تېره شپه پر جغتو برید شوی او لږ تر لږه ۶ سرتیري په کې وژل شوي‌ دي.

نوموړی وايي، چې پر ده یک،‌ گیرو او اندړو ولسوالیو هم بریدونه شوي؛ خو جزیات یې تر دوی نه دي رسیدلي.

تر دې ورهاخوا د زنخان ولسوال احمد ضیا یعقوبي وايي، چې تېره شپه پر دغه ولسوالۍ برید شوی او وسله‌والو د ولسوالۍ امنیه قومانداني هم د څو ساعتونو لپاره نیولې وه.

ولسوال وايي،‌ په دغه جگړه کې ۱۲ افغان سرتیري‌ وژل شوي،‌ او ۴ نور ټپيان شوي دي.

په جگړه کې یو شمېر وسلې او مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلي، چې کره شمېر ېې لا نه دی روښانه شوی.

د غزني ولایتي‌ چارواکي تر اوسه په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې دوی تېره شپه په غزني کې گڼې سیمې نیولې او لسگونه دولتي‌ سرتیرو ته یې مرگ ژوبله هم اړولې ده.

مجاهد رسنیو ته په لیږلې خبرپاڼه کې پر جغتو ولسوالۍ د سختو بریدونو یادونه کړې ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون