افغانستان سلايډ (فيچر)

له فراه د طالبانو تر وتلو وروسته خلکو ته گڼ زیانونه اوښتي

چارواکي وایي،‌ تر نږدې ۲۴ ساعته نښتې وروسته فراه ښار بیرته خوندي شوی،‌ او وسله‌وال له ښار څخه ایستل شوي؛ خو ځايي خلک وايي،‌ چې گڼو هټیو او سرایونو ته زیان رسیدلی دی.

د فراه والي بصیر سالنگي وايي، نن سهار پنځه بجې ټولې هغه سیمې تصفیه شوې چې تېره ورځ طالبانو نیولې وې.

د سالنگي په وینا اوس په ښار کې وضعیت عادي‌ دی او خلکو خپل کار او بار پيل کړې دی؛ خو د اوښتو زیانونو په اړه څه نه وايي.

د فراه اوسیدونکي وايي، که څه هم خلک لا پوره ډاډمن نه دي؛ خو ځېنې هټۍ پرانیستل شوې او خلکو کار او بار ته مراجعه کړې.

‌د سیدولي په نوم د فراه یو اوسیدونکی وایي،‌ د افغان ځواکونو عملیات لا هم د ښار په څنډو کې دوام لري او طالبان د ښار له ټولو برخو سهار وختي وتلي دي.

نوموړی وایي،‌ خلکو ته گڼ مالي زیانونه هم اوښتي؛ خو تر اوسه په دې اړه چا کوم اقدام نه دی کړی.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش وايي،‌ د چهارشنبې په سهار وسله‌وال طالبان له ښار څخه و ایستل شول او اوس په ټول ښار کې وضعیت ارام دی.

د ده په خبره طالبان د افغان ځانگړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال مات شول او درنه مرگ ژوبله هم ورته اوښتې ده.

طالبانو د حکومتي چارواکو ادعاوې ناسمې بللي، چې  گواکې نږدې درسوه مخالفين يې وژلي او زياتوي، چې دوی د خپل پلان له مخې نن سهار د مشرانو په غوښتنه د فراه ښار بېرته پرېښی، خو ټولې وسلې، زغروال ټانکونه، پوځي وسایط او نور مهم توکي يې له ځان سره وړي دي.

د دغې ډلې وياند قاري محمد يوسف احمدي ويلي، چې د دوی جنگياليو تېره ورځ د فراه ښار د نيولو پر مهال ۶۳ افغان سرتيري وژلي، گڼ شمېر نور يې ټپيان کړي  دي او د ولايت گڼ شمېر سپکې او درنې وسلې او پوځي مهمات يې له ځان سره وړي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون