افغانستان سلايډ (فيچر)

فاریاب کې نهه پاڅون کوونکي وژل شوي‌

د فاریاب په شیرین تگاب ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه برید پر مهال د قومندان په گډون نهه پاڅون کوونکي وژل شوي دي.

د شیرین تگاب ولسوالۍ سرپرست عبدالحکیم ترک اوغلي‌ وايي،‌ تېره شپه طالبانو د پرمختللو وسلو پر مټ‌ د صیاد غره په سیمه کې د پاڅونوالو پر پوستو پراخ بریدونه وکړل، او نهه پاڅون کوونکي یې ووژل.

سرپرست ولسوال وایي،‌ په دغه پېښه کې وسله‌والو ته هم درنده مرگ ژوبله اوښتې؛ خو له ده سره یې کره شمېر نشته.

ترک اوغلي همدراز زیاتوي، چې طالبان په پرمختللو وسلو سمبال و او داسې ښکاري،‌ چې فاریاب ته تازه دمي وسله‌وال هم رسیدلي دي.

د هغه په خبره که له پلازمینې فاریاب او بیا شیرین تگاب ولسوالۍ ته ځانگړې پاملرنه ونه شي،‌ ښايي‌ ډيرې سیمه د طالبانو له لوري سقوط شي.

د نوموړي‌ د معلوماتو له مخې دا مهال هم گڼې سیمې طالبانو نیولې او د هغوی تر ولکې لاندې شوې دي.

ځېنې راپورونه وایي، چې د تېرې شپې په برید کې وژل شوي پاڅونوال د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د یوه تړلي کس نظام الدین قیصاري‌ اړوند کسان دي،‌ چې له طالبانو سره یې سختې نښتې کړې دي.

طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي،‌ چې دوی تېره شپه د فاریاب په شیرین تگاب او ځېنو نورو سیمو کې عملیات کړي‌ او گڼو دولت پلوه سرتیرو ته یې مرگ ژوبله اړولې ده.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون