افغانستان سلايډ (فيچر)

غني د دشت ارچې پېښې د قربانیانو له کورنیو بښنه وغوښته

ولسمشر محمد اشرف غني د کندوز په دشت ارچې ولسوالۍ کې پر یوې مدرسې د بمبار او په هغې کې د ملکي وگړو د وژل کېدو له امله بښنه غوښتې او دا یې یوه تېروتنه بللې.

که څه هم حکومت تر اوسه په ډاگه نه منله، چې نږدې میاشت وړاندې یې د کندوز په دشت ارچې ولسوالۍ کې د هاشمیه عمریه دارالعلوم فارغ شوي‌ زده کوونکي‌ بمبار کړي؛ خو اوس رسمي‌ بښنه یې ښيي،‌ چې په دغه دارالعلوم کې یې گڼ ملکیان وژلي‌ دي.

د هغو معلوماتو له مخې چې نړۍنیوز د دغې پېښې پر مهال خپاره کړي‌ وو،‌ د دشت ارچي‌ په دغه مدرسه کې شاوخوا ۱۰۰ ملکیانو ته مرگ ژوبله اوښتې وه.

له ولسمشرۍ ماڼۍ خپره شوې خبرپاڼه وايي،‌ چې نن له غرمې وړاندې ولسمشر د دشت ارچي له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره وکتل او له هغوی سره یې د غمشریکۍ تر څنگ د دغې پېښې له امله بښنه وغوښته.

د کندوز مشرانو پر دې ټینگار کړی،‌ چې په راتلونکي کې حکومت باید د دغه ډول پېښو د تکرار مخه ونیسي‌ او ملکیان دې نه په نښه کوي.

غني‌ د کندوز خلکو ته ویلي،‌ چې د سولې لپاره باید اړین گامونه واخیستل شي او که طالبان فکر کوي،‌ چې په ولس کې ریښه لري‌ نو د انتخاباتو لاره د غوره کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون