پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

بلوچستان: وسله‌‌والو سره په نښته کې پاکستانی ډگروال وژل شوی

د پاکستان بلوچستان ايالت کې د لشکر جنگوي وسله‌والو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ نښته کې درې ‏وسله‌وال او يو ډگروال وژل شوی دی.‏
د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې پاکستاني پوځيانو د ‏استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د بلوچستان الماس کلي کې د لشکر جنگوي د قومندان سلمان بديني پر ‏ضد عمليات پيل کړل، چې پر مهال د بدیني په گډون درې وسله‌وال وژل شوي او يو ژوندی نیول شوی ‏دی.‏
پاکستاني چارواکي وايي، چې د پوځي استخباراتو ډگروال سهيل عابد د وسله‌والو پر ضد عملياتو پر مهال ‏د وسله‌والو په ډزو وژل شوی او څلور نور پوځيان ټپيان دي، چې د دوو روغتيايي وضعيت ترينگلی بلل ‏شوی دی.‏

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون