افغانستان سلايډ (فيچر)

طالبانو يو ځل بيا پر فراه ښار بريدونه پيل کړي

وسله‌والو طالبانو تېره شپه يو ځل بيا پر فراه ښار بريدونه پيل کړي او له تېرو څو ساعتونو راهيسې امنيه قومندانۍ، د ملي امنيت رياست او محبس ته څېرمه د امنيتي ځواکونو او وسله‌والو  مخالفينو ترمنځ درنه نښته روانه ده.

د فراه اوسېدونکي وايي، چې طالبانو تېره شپه د ښار په درې برخو کې پر امنيتي ځواکونو موټربم بريدونه کړي او تر دغو بريدونو وروسته گڼو وسله‌والو  د فراه ولايت پر دولتي ودانيو ډله‌ييز بريدونه پيل کړي، چې تر اوسه هم د دواړو لوريو ترمنځ نښتې روانې دي.

ځينو امنيتي سرچينو ويلي، چې وسله‌والو طالبانو د ولايتي شورا د يوه وکيل کور هم په نښه کړی دی.

د فراه ولايت چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو ځايي اوسېدونکي وايي، د ځمکنيو جگړو سربېره د مخالفينو پر ضد بمبار هم روان دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون