روغتيا او ژوند

لاچي مو د سرطان او شکرې په گډون له گڼو وژونکو ناروغیو ژغوري

لاچي چې د «مساله‌جاتو ملکه» هم بلل کېږي له زعفران او ونېلا څخه وروسته د نړۍ له گران بیه مساله‌جاتو له جملې څخه ده.

په اصل کې د لاچي تولید د هندوستان له ځنگلونو پیل شوی چې دغه هېواد کې په ډېره لوړه کچه په مختلفو خوړو کې کارول کېږي. دغه مساله ځانگړو روغتیايي ځانگړنو لرلو له امله یوناني درملنې کې د هاضمې ستونزې، د خولې ټپونو او حتی ژور خپگان درملنې لپاره کارول کېږي.

دغه مساله پیاوړو روغتیايي ځانگړنو له امله د عصري طب پام هم ځان ته اړولې. خپلو خوړو کې د لاچي اضافه کول د خوړو خوند اضافه کولو سربېره لاندیني روغتیايي گټې هم لري او له وژونکو ناروغیو مو ژغورلی شي.

ساه بندي لپاره

لاچي د ساه بندۍ او تنفسي سیستم نورو ستونزو درملنې لپاره کارول کېږي. یوې څېړنې ثابته کړې چې لاچي کې شته اومه شیرې د دې وړتیا لري چې د تنفسي سیستم بند پایپونه خلاص کړي.

له دې سربېره، دغې ترسره شوې څېړنې پر بنسټ لاچي تنفسي سیستم که شته حجراتو ته د ارام کولو فرصت او وړتیا ورکوي. دغه څېړنه یوه ابتدايي څېړنه وه او د څېړونکو په وینا په دې اړه به نورو څېړنو ته هم ادامه ورکړي.

د خولې ناوړه بوی

لاچي د خولې ناوړه بوی لپاره هم یوه غوره او طبیعي درمل ده. یوازې د لاچي ژوول د خولې ناوړه بوی له منځه وړي چې له همدې امله ځینې ژاولو کې هم د لاچي شیره کارول کېږي.

په دې وروستیو کې د هندوستان په کوروکشېترا پوهنتون په مایکروبیولوژي څانگې کې یوه څېړنه ترسره شوه چې موخه يي په باکتریا د لاچي د شیرې مېکروب ضد ځانگړنې ازمویل و. دغې څېړنې پایلو څرگنده کړه چې د لاچي شیره هغه باکتریاوې چې د ځینو عامو ناروغیو لامل گرځي له منځه وړي.

سرطان څخه مخنیوی

لاچي سرطان څخه مخنیوی کې هم مهم رول لوبوي. په حیواناتو ترسره شوې څېړنه ښيي چې لاچي بدن کې د سرطان شته حجرات له منځه وړلو لپاره کارول کېدای شي.

۲۰۱۲ کې یوه څېړنه چې د مېډېکل فوډ مجلې کې خپره شوې وه کې ویل شوي و چې لاچي د پوټکي پر روغتیا هم مثبت اغېز لري. څېړونکو ویلي و چې د لاچي پوډر په پوټکي کې د تومورونو رامنځ ته کېدو څخه مخنیوی کوي. دغې څېړنې پایله کې ویل شوې وه چې لاچي د پوټکي دوه ډوله سرطان څخه مخنیوی کولی شي.

لاچي کې د لایمونین او سېنیول په نوم شته فیتو کیمیاوي مواد بدن کې د سرطان د خپرېدو څخه د مخنیوی وړتیا لري او په دې ډول انسان د سرطان له مختلفو بڼو څخه ژغورلی شي.

د زړه روغتیا

لاچي د زړه ودرېدو او وینې لوړ فشار ټیټولو لپاره هم کارول کېږي. عصري طبي څېړنې هم ښيي چې لاچي د زړه پر عمومي روغتیا د پام وړ مثبت اغېز لري.

د سعودي عربستان شاه سعود پوهنتون د فارمسي برخې یوې څېړنې ثابته کړې چې لاچي د وینې شریانونه غوره کوي، د زړه ورو درزا بېرته نورمالوي او ژور خپگان کنټرولوي.

هندوستان انټي بیوټېک لمېټډ له لوري ترسره شوې څېړنه ښيي چې لاچي کې شته انزایمونه د کولېسټرول پر کچې هم اغېز لري او د وینې کولېسټرول کنټرولولو سره د زړه روغتیا غوره او له ناروغیو يي ژغوري.

د وینې قندي مواد نورمال ساتي

توره لاچي اکثره د وینې لوړ شکر درملنې لپاره کارول کېږي. لاچي خپل ترکیب کې په زیاته اندازه منگنیز لري چې د وینې شکر کنټرولولو کې د پام وړ مرسته کوي او زیاتېدو ته يي نه پرېږدي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون