افغانستان سلايډ (فيچر)

د اوو ولايتونو مرکزونه د سقوط له گواښ سره مخ دي

دفاع وزارت منلې، چې د فراه په گډون د غزني، بدخشان، اروزگان، کندوز، فارياب او پلخمري ولايتونو مرکزونه د طالبانو له لوري تر سختو فشارونو لاندې دي او امنيتي ځواکونه د دغو ښارونو په دفاع بوخت دي.

د دفاع وزارت سرپرست ویاند محمد رادمنش ويلي: «څو ښارونه له سختو فشارونو سره مخ دي، خو بايد په ياد ولرو، چې امنيتي ځواکونه دفاع کوي او ښارونه خوندي دي.»

د تازه نښتو او پېښو په اړه د غزني د ولايتي شورا ځينو غړو ويلي، چې پر جغتو او زنخان ولسواليو د طالبانو بريدونو کې شاوخوا پنځوس امنيتي ځواکونو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

د وروستيو ناامنيو پر مهال د کندوز مرکز فیض اباد، د فارياب ميمنه، غزني، د اروزگان ترينکوټ او د بغلان مرکز پلخمري د سقوط له گواښونو سره مخ دي.

د کندوز اوسېدونکي وايي، چې د کندوز او بغلان لويه لاره له تېرو څو ورځو راهيسې د مخالفينو له لوري تړل شوې ده.

د بشير په نوم د کندوز اوسيدونکي طلوع نيوز ته ويلي، چې تېره ورځ هم د کندوز- بغلان لويه لاره د مخالفينو له لوري تړل شوې وه او هغه غوښتنه کړې، چې حکومت دې د خلکو امنيت ته پاملرنه وکړي.

د حامد په نوم په د کندوز بل اوسېدونکي ويلي، چې وسله‌وال طالبان د کندوز په ډېرو برخو کې پراخ حضور لري، هر وخت يې چې زړه وغواړي ناببره په يوه ځای کې د تالاشي پوسته جوړوي او خلک تالاشي کوي.

د تېرې سې شنبې په شپه د غزني ښار ته څېرمه ولسواليو جغتو او زنخان طالبانو پراخ بريدونه کړي وو.

د غزني د ولايتي شورا يوه وکيل ويلي، چې په دغو نښتو کې ديارلس سرتېري وژل شوي دي او يو شمېر نور ټپيان دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

1 څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • سلام ګرانو ، په دې صفحه کې مې دری مفاهیمو ته پام شو. یو داچې پلخمري ولایت نه دی . او بله داچې رادمنش د وزارت سرپرست نه بلکي د ویندوی ددفتر سرپرست دی ، بخښته غواړم . ( سـیـنـد )

وروستي

زېرمتون