سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

«د ټرمپ په شتون کې اروپا بل دښمن ته اړتيا نه لري»

د اروپايي ټولنې مشر ډونلډ ټسک ‏

د اروپايي ټولنې مشر ډونلډ ټسک د امریکا پر ولسمشر ډونلډ ټرمپ توندې نيوکې کړي او ويلي يې دي، چې «د ټرمپ په څېر دوستانو په شتون کې موږ دښمن ته اړتيا نه لرو.»

ډونلډ ټسک په بلغايار کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال ټينگار وکړ، چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه دې له ایران سره د اټومي هوکړې په ملاتړ او پر اروپايي صادراتو د ماليو زياتولو پر وړاندې گډ محاذ جوړ کړي.

ټسک د بلغاريا په صوفيه ښار کې د اته ویشتو اروپايي هېوادونو مشرانو ته د وينا پر مهال د امریکا پرتله د اروپا له سيالانو چين او روسيې سره وکړه.

هغه زياته کړې، چې د ولسمشر ټرمپ وروستيو پرېکړو ته په کتو هر څوک دا فکر کولی شي، چې د ټرمپ په څېر دوستانو په شتون کې د دوښمن اړتيا څه ده؟

اروپايي ټولنې پنځلس کاله وروسته بلقان سیمه کې خپله سرمشريزه رابللې او د دغې سيمې شپږ هېوادونه د اروپايي ټولنې د غړيتوب هيله لري.

د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو مشرانو ويلي، چې د ټرمپ له لوري له ایران سره د اټومي هوکړې د لغوه کولو سربېره به هم اروپا له ایران سره خپله سوداگريزې اړيکې او اټومي هوکړه ساتي.

د اروپايي ټولنې مشر ډونلډ ټسک دا هم ويلي، چې اروپا بايد د ولسمشر ټرمپ مننه وکړي، چې د اورپايي ټولنې ټول وهمونه يې لرې کړل او هغه اروپايي ټولنې ته ويلي، چې دوی بايد خپلې مرستې په خپله وکړي.

هغه دا هم ويلي، چې د روسيې او چين د گواښونو سربېره اروپا له يوه بل گواښ سره هم مخ ده، هغه دا چې متحده ايالتونه غواړي خپل ځان د يوه بې ساري ځواک په توگه معرفي کړي.

اې ايف پي خبري اژانس د اروپايي ټولنې د يوه چارواکي له خولې ليکلي، چې په دغه ناسته کې د اروپا ټولو مشرانو له ایران سره د اټومي هوکړې او سوداگرۍ په ساتلو هوکړه کړې ده.

اروپايي ټولنې دا هم ويلي، چې د امریکايي ولسمشر د پرېکړې په پايله کې اروپايي شرکتونو ته بې ساري زيان اوړي او  دوی بايد د دې زيان د مخنيوي لپاره هڅې  وکړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون