پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

 په افغانستان کې د متقاعد پاکستاني جنرال د وژل کېدو گنگوسې

د پاکستان د لويو درستيزانو د کمېټې او د پوځي عملياتو پخوانی مشر متقاعد جنرال شاهد عزيز

پاکستاني رسنۍ وايي، چې د پاکستان د لويو درستيزانو د کمېټې او د پوځي عملياتو  پخوانی مشر متقاعد جنرال شاهد عزيز په افغانستان کې وژل شوی، خو زوی يې دا خبرونه ردوي او ناسم يې بولي.

رسنيو د جنرال عزيز د کورنيو سرچينو له خولې ليکلي، چې جنرال شاهد عزيز به ويل، چې دی له امریکا سره د پاکستاني جنرال په توگه په شوو مرستو پښېمانه دی او د دې «گناه» د جبیرې په موخه غواړي په افغانستان کې د امریکا پر ضد «جهاد کې شهيد» شي، خو د هغه زوی رسنيو سره په خبرو کې دا راپورونه بې بنسټه بللي دي.

پاکستاني خبريالان وايي، چې جنرال عزیز له تېرې اوږدې مودې راهيسې د رسنيو له سترگو پټ دی، خو د پاکستان څېړنيز ژورنالېست او د جنگ رسنيز گروپ تحقيقي ايډيټر انصار عباسي وايي، چې ده د جنرال عزيز له زوی سره اړيکه نيولې او هغه دغه راپورونه بې بنسټه او «درواغ» بللي دي.

هغه مهال، چې جنرال پروېز مشرف د پاکستان لوی درستيز و، جنرال شاهد عزيز په گڼو لوړپوړو پوځي څوکيو دندې ترسره کړي. نوموړی هغه مهال د لويو درستيزانو د کمېټې مشر، همدارنگه د پوځي عملياتو د څانگې مشر و او له تقاعد وروسته د احتساب د ملي ادارې مشر و، خو له تقاعد وروسته يې په خپلو څرگندونو او ليکل شوي کتاب « یه خاموشي کهان تک» کې له امریکا سره د ترهگرۍ په نوم روانې جگړې خپله پښېماني ښکاره کړې او ويلي يې دي، چې دغه کړنه يې تل ځوروي.

جنرال عزيز په خپلو مرکو او ياد کتاب کې ويلي، چې د پاکستاني پوځ په مرسته افغانستان کې د مسلمانانو پر ضد جگړه روانه ده او په دغو وژنو کې يې د ځان په گډون د پاکستان پوځ پړ بللی دی.

د جنرال عزيز کتاب په پاکستان کې پاروونکی بلل شوی او له گڼو رازونو يې پرده پورته کړې وه، خو د پاکستان پخواني پوځي واکمن جنرال پروېز مشر د هغه په اړه په خپلې تازه مرکې کې ويلي، چې «ناانډوله» سړی دی، پر خبرو يې باور نشته او په وينا يې هغه سوريې ته تللی او کېدای شي هلته وژل شوی وي.

د جنرال شاهد عزيز په اړه دا گنگوسې د جنرال مشرف له څرگندونو وروسته راپورته شوي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون