سلايډ (فيچر) نظر

امنیتي چارواکي د خټو پزې جوړوي

لمر افغان

وړمه ورځ د امنیتي ادارو مشران فراه ولایت ته تللي وو، چې خپلو کمزوریو ته د خټې پزه جوړه کړي. دوی ساعتونه خبرې وکړې او د فراه جگړه یې د پردیو جگړه وبلله او په وینا یې د اوبو جگړه ده، د فراه د سقوط جگړه نه ده، د پردیو جگړه ده، زموږ خپله جگړه نه ده یا یې وویل، چې دا د ایران او پاکستان جگړه ده. د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي وویل، چې په افغانستان کې نه یوازې د ایران او پاکستان جگړه روانه ده، بلکې سیمه ییز عوامل لري. هغه د دې ټولو خبرو تر څنگ دا هم وویل چې په افغانستان کې د اوبو پر سر جگړه روانه وه. ښايي د ده له دې خبرې موخه ایران و. خو په فراه کې د جگړې په ورځ د ملي دفاع وزیر په ایران کې و. که چېرې د ایران جگړه وه، ولې یې هلته خبره نه ورسره سپينوله. فراه په یوه ورځ کې سقوط نه دی کړی. د فراه د سقوط لپاره میاشتې کار وشو. طالبانو گڼې ولسوالۍ ونیولې. د ښار امنیتي کمربندونه یې زیانمن کړل. ښار ته په نږدې کلیو کې یې هره ورځ بریدونه کول، خو حکومت پټه خوله و او هېڅ غبرگون یې نه ښود.

دکورنیو چارو وزیر هم هڅه وکړه، خبره ډېره په چټکۍ تېره کړي. د ده د خبرو تر ټولو ستر پیغام دا و چې وظیفوي غفلت کوونکو ته به سزا ورکوي او هغوی چې جنگېدلي دي، طالبان یې مات کړي نازول کېږي. هغه چې وژل شوي څه؟ د لسگونو انسانانو ژوند چې له خطر سره مخ شو څه؟ هغه ترخې شپې چې د فراه ښاریانو تېرې کړې څه؟ او د حکومت مشرانو، لکه د کورنیو چارو وزیر، د ملي دفاع وزیر او د ملي امنیت ريیس، چې غفلت کړی دا به څنگه کېږي؟ دلته هر څه ته یوازې توجیهات برابرېږي، یوه ورځ رسنۍ گرمې ساتل کېږي او دویمه ورځ وزیر په خپل کار، رییس په خپل کار بوخت وي. که چېرې له دوی سره رښتیا د ملت او خلکو غم وی، نو دغه ډول ستر بریدونه چې د حکومت پر لمن تور داغ دی باید په نطفه کې خنثی شوي وای.

دا مسايل دومره سطحي نه دي لکه پر فېسبوک چې بحث ورباندې روان دی. دلته جگړې دومره ساده او اسانه نه دي، لکه حکومتي چارواکي چې وايي. دښمن تر حکومتي چارواکو څو چنده پر مخ ځي. دوی اوږده پلانونه جوړوي، د یوه ولایت د سقوط طرحه جوړوي، پر ولایت برید کوي، زمینه ورته برابروي خو ملي امنیت او نور کشفي ارگانونه دومره کمزوري دي چې دغه مسئله نه شي روښانه کولی او بالاخره د ولایت په مرکز کې دوه ورځې جگړه نښلي. دې مسئلو ته اوس حکومت څه ډول توجیه جوړوي؟ جگړه، جگړه ده دا چې هر لوري روانه کړې ده باید مبارزه یې وشي او ترې وگټل شي. په دې چې وایو دا جگړه د ایران ده، د پاکستان ده، د نشه يي توکو د قاچاق ده یا د اوبو ده، زموږ گټه څه ده؟ د دې توجیهاتو په برابرولو موږ له نظام سره څه مرسته کولی شو او د خلکو په ژوند کې څه تغیر راوستلی شو؟

معلومه خبره ده چې هېڅ تغیر نه راځي. په دې خو د افغانستان هر ماشوم پوهېږي چې دلته پيل شوې جگړه د افغانانو خپله جگړه نه ده. د هر چا سر په دې خلاص دی چې جگړه بهرنۍ استخباراتي کړۍ رهبري کوي او د دوی د گټې لپاره روانه ده. نو چې داسې ده د امنیتي ادارو مشران دې دا جگړه نه کابو کوي؟ واضح ده، جگړه چې د هر لوري ده ته د دې لپاره پر څوکۍ ناست یې چې پر وړاندې یې مبارزه وکړې. دوی له پښو وغورځوې او مات یې کړې.

تر ټولو په زړه پورې د ملي امنیت د رییس تکراري خبرې دي. په هره غونډه کې، په هره جلسه کې او په هر رسمي یا غیر رسمي کنفرانس کې ښاغلی معصوم ستانکزی د افغانستان دښمنان خونړي بولي او وايي د دوی گڼ پلانونه خنثی شوي دي. په دې مانا چې وضعیت تر دې هم کړکېچن کېدلو خو ملي امنیت ریاست په دې بریالی شوی چې دغه وضعیت کنټرول کړي. په دې کې شک نشته چې ځينې پېښې به زړه ورو سرتېرو او د دغه ریاست پیاوړو منسوبینو خنثی کړې وي. خو ښاغلی رییس د یوه ولایت د سقوط ټاپه چېرته وړي؟ دې ته یوازې همدا توجیه کفایت کوي، چې ووایو، د بخش اباد او سلمان بند د جوړېدو له امله په فراه کې دغه حال روان دی؟ معلومه خبره ده چې دا نه شي توجیه کېدلی. ځکه یوازې فراه خو د جگړې په اور کې نه سوځي. دوه شپې کېږي د غزني په اجرستان کې خونړۍ جگړه روانه ده. طالبانو ولسوالي محاصره کړې ده، هلته د چا جگړه ده؟ دلته خو نه بند شته، نه برېښنا شته، نه کوم ستر کان شته دی؟ اوس فرض کړه هلته هم د ایران او پاکستان جگړه روانه ده، نو باید دا جگړه خو مهار شي که نه شي؟

نور پر دې ملت رحم په کار دی. هر انسان چې پر دې خاوره ژوند کوي یو ډول له ښار او بل انسان وېره لري. دا وېره همدې توجیه کوونکو مشرانو ولس ته پیدا کړې ده. د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان خو بیا ان ولسمشر ته په ځواب کې وویل، چې په بښنې غوښتلو سره جنایتونه نه توجیه کېږي. مخالفین لگیا دي، د جگړو لپاره پلانونه جوړوي او خونړي بریدونه کوي، حکومت لگیا دی توجیهات جوړوي او خبري کنفرانسونه دایروي. دوی خپل کسان په جگړو بوخت ساتلي دي حکومت بیا له خپلو عسکرو او کارکوونکو لاره ورکه کړې ده. په کندهار کې سرتېري ته درې میاشتې معاش نه لېږل کېږي، په اجرستان کې درې ورځې جگړه کوي مرسته نه ور رسېږي، په فاریاب کې ولسوالي ترې ونیسي د عسکر غږ ته څوک غوږ نه نیسي. د دې هر څه لپاره حکومت توجیه لري. ملي دفاع وزیر وايي زموږ له اوولس کلنې اردو دومره تمه نه کېږي ځکه ډېره ځوانه ده. سمه ده جناب وزیر صیب له اوولس کلنې اردو دومره تمه نه کېږي چې ترهگر په خپلو ځالو کې نابود کړي، خو د ترهگرو له څو کلنې تجربې دا تمه کېږي چې دوی د یوه لوی ولایت په مرکز کې دوه ورځې جگړه وکړي. دا کوم منطق دی او دا کوم فکر دی.

موږ په داسې لار روان یو چې دا لار مو خپل منزل ته نه شي رسولی. که موږ د توجیهاتو پر جوړولو لگیا وو، نو اصلي هدف له موږ هېر دی او دښمن به مو د کور خولې ته را ورسېږي. که حکومت د سولې نیت نه لري، نو ښه به وي د هرې ترهگرې ډلې پر وړاندې د دوی په مرکزونو او پټنځایونو کې عملیات وکړي. ښه به وي چې خپلې کمزورۍ د ایران او پاکستان پر اوږدو وا نه چوي. خپل کشفي ارگانونه دې پیاوړي کړي. د خپلو سرتېرو خدمت دې وکړي، پر وخت دې د خپلو ځواکونو ملاتړ ته ځان ورسوي، هر څه به سم شي او دښمن به خپلو موخو ته و نه رسېږي.

له مسير ورځپاڼې په مننه

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون