افغانستان سلايډ (فيچر)

دفاع وزارت: هلمند کې یو ځل بیا د طالبانو زندان مات شوی

ملي‌ دفاع وزارت وایي، د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې یې د ځانگړو عملیاتو پر مهال د طالبانو یو زندان مات کړی،‌ چې پر مهال یې ۱۵ زندانیان ژغورل شوي‌ دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په را خوشي‌ شویو کسانو کې ۱۴ یې ملکي‌ وگړي او یو پولیس شامل دی.

د سرچینې په حواله تېره شپه د مارجې ولسوالۍ په حاجي پادشاه سیمه کې افغان ځانگړو ځواکونو شپني عملیات لرل او د طالبانو دغه مهم زندان یې مات کړ.

دفاع وزارت وایي،‌ دغه کسان د ځانگړو ځواکونو اووم کنډک ته لیږدول شوي‌ او خپلو کورنیو ته د سپارل کېدو په حال کې دي.

د خبرپاڼې په حواله د عملیاتو پر مهال وسله‌وال له سیمې وتلي و او ملکي‌ وگړو ته هم کوم زیان نه دی اوښتی.

د هلمند د مارجې ولسوالۍ ډيرې برخې د طالبانو تر ولکې لاندې دي؛ خو دغې ډلې د زندان ماتېدو د پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي‌ ویلي.

په تېر کې هم افغان ځواکونو د هلمند په سنگین،‌ گریشک او مارجې ولسوالیو کې ورته زندانونه مات کړي‌ و،‌ چې پر مهال یې لسگونه کسان ترې را خوشي شوي‌ هم و.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون