سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د ټرمپ او کېم جونگ د ليدو نېټه له گواښ سره مخ شوې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د شمالي کوريا د مشر کېم جونگ اون ترمنځ د ناستې ټاکل شوې نېټه ځنډول شوې ده.

د سويلي کوريا ولسمشر مون جې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د ليدو لپاره واشنگټن ته تللی او دواړو مشرانو هلته د ټرمپ او جونگ اون د ناستې په اړه هم خبرې کړي دي.

له دغې ناستې وروسته ولسمشر ټرمپ ويلي، که د شمالي کوريا له مشر سره په سينگاپور کې په ټاکلې موده ليدل ونشول، نو شونې ده، چې دغه ناسته راتلونکي وخت کې وشي، خو د ځنډول شوې ناستې کره نېټه او ځای يې نه دی ښوولی.

ټرمپ ويلي، چې له کېم جونگ اون سره د ليدو لپاره يې پر هغه ځينې شرطونه ايښي، خو د جونگ اون په فکر هغه د ليدو لپاره  پر واشنگټن خپل شرطونه منل غواړي، چې شونې ده د دواړو ليدل ورسره له خطر سره مخ شي.

د يادونې وړ ده، چې د راتلونکي جون دولسمه د ډونلډ ټرمپ او کېم جونگ اون ترمنځ د ناستې نېټه ټاکل شوې، خو دواړو مشرانو ځينې داسې څرگندونې کړي، چې ورسره دغه ناسته له گواښ سره مخ شوې ده.

تر دې وړاندې د سويلي کوريا او متحده ايالتونو ترمنځ د پيل شوو پوځي مانورو په اړه کېم جونگ اون په خپل غبرگون کې له ټرمپ سره د ناستې د لغوه کولو گواښ کړی و.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون