لوبې

کلکته نایټ رایډرز نیمه پایلوبې ته لار ومونده

د انډین پرېمیر لیگ منځلوبه کې کلکته نایټ رایډرز د راجستان رویالز لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دغو سیالیو نیمه پایلوبې ته يي لار ومونده چېرې چې دغه لوبډله پایلوبې ته لار موندلو لپاره به د سن رایزرز حیدر اباد په وړاندې لوبه ترسره کړي.

د لوبې پچه راجستان رویالز لوبډلې وگټله او د ډگر ساتنې پرېکړه يي وکړه.

کلکته نایټ رایډرز که څه هم څو چټکې وېکېټې له لاسه ورکړې خو د دنیش کارتېک او انډرې رسل پیاوړې توپ وهنې په مرسته يي ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل اوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۶۹ منډې جوړې کړې.

کلکتې لوبډلې لپاره دنیش کارتېک په ۳۸ توپونو د څلورو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۵۲ او انډرې رسل په یوازې ۲۵ توپونو د دریو څلوریزو او پنځو شپږیزو په مرسته ۴۹ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

راجستان لپاره گوتم، ارچر او لاولېن دوه دوه او گوپال یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې د راجستان لوبډلې ډېره ورو توپ وهنه وکړه چې همدغه يي د ماتې لامل شوه. راجستان رویالز لوبډلې ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۴۴ منډې جوړې کړې او په ۲۵ منډو يي ماتې وخوړه.

راجستان لپاره رهانې په ۴۱ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۶ او سمسن په ۳۸ توپونو د څلورو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۵۰ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

کلکته نایټ رایډرز لوبډلې لپاره چاولا دوه او کلدیپ یادف او پراسید کرېشنا یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون