سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

مايک پومپيو: پاکستان کې له امریکايي ډيپلوماټانو سره ناوړه چلند کېږي

د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو

د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ويلي، چې پاکستان کې د امریکايي سفارت او قونسلگريو له غړو سره ناوړه چلند کیږي.

د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې په پاکستان کې د امريکايي ډيپلوماټانو ځورول درنده مسئله ده او بايد د دې ستونزې د اواري عملي گام پورته شي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزير دا څرگندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره مياشت امریکايي چارواکو په متحده ايالتونو کې د پاکستاني ډيپلوماټانو سفرونه محدود  کړي وو او پاکستان يې هم په ځواب کې ورته گام پورته کړی دی.

پاکستاني چارواکو پر امریکايي ډيپلوماټانو شرط لگولی، چې له يوه پاسپورټ زيات پاسپورټونه نشي ساتلی، پر خپلو موټرو له ډيپلوماټيکو شمېرو پرته بله شمېره نشي لگولی او هر چېرته له سفر وړاندې بايد پاکستاني چارواکو ته خبر ورکړي او له بايوميټرک وروسته له خپلو استوگنځايونو ووځي.

امریکايي چارواکو هم پر پاکستاني ډيپلوماټانو بنديز لگولی، چې له پنځه کيلومټره لرې سفر نشي کولی او که چېرته لرې سفر لري، نو بايد پنځه ورځې وړاندې اړوندو چارواکو ته خپله غوښتنه ورسوي.

پومپيو يو ځل بيا له پاکستانه غوښتي، چې د وسله‌والو پر ضد پراخ عمليات وکړي او ټينگار يې  کړی، چې په افغانستان کې د ټيکاو او امنيت لپاره له افغانستانه د باندې د ترهگرو خوندي مرکزونه له منځه وړل اړين دي.

د روان ۲۰۱۸ له پيله د امریکا او پاکستان اړيکې ترينگلې دي.

د روان کال په جنورۍ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په يوه ټويټ کې پاکستان د ترهگرۍ په ملاتړ تورن کړی و او پر پاکستان يې د مرستو بندیزونه هم ولگول.

تر دې وروسته د امریکا د بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي، چې پاکستان تر څو د ترهگرو ډلو پر ضد پراخ عمليات نه وي کړي، تر هغو به پرې مرستې بندې وي، خو پاکستاني چارواکي ټينگار کوي، چې د ترهگرۍ ضد په نوم جگړې کې يې بې ساري قربانۍ ورکړي او تور پورې کوي، چې امریکا په افغانستان کې د خپلې ماتې پړه پر پاکستان اچوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون