پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

د پاکستان پارلمان خیبر پښتونخوا سره د قبايلي سيمو د يو ځای کولو قانون تصویب کړ

د پاکستان د قانون بشير ورک ملي اسامبلۍ ته هغه قراداد وړاندې کړی، چې له مخې يې قبايلي سيمې له خیبر پښتونخوا سره يو ځای کېږي.

په دغه غونډه کې د پاکستان لومړي وزير شاهد خاقان عباسي، د انصاف غورځنگ مشر عمران خان هم ځانگړی گډون درلود، دغه قراداد د رايو په اکثريت تصویب شو، خو د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ جمعيت علما اسلام او د محمود خان اڅکزي په مشرۍ پښتونخوا ملي عوامي گوند د دغه قراداد مخالفت وکړ.

د پښتونخوا گوند وکيلانو د قراداد پاڼې وشکولې.

د جمعيت علما اسلام استازي جمال الدين د پارلمن غونډې ته وويل، چې د پاکستان له اساسي قانون څخه د «فاټا» قبايلي سيمو نوم لرې کېږي او هغه هم د قبايلو له مشورې او غوښتنې پرته.

د جمعيت بلې غړې شاهده اختر او د پښتونخوا ملي عوامي گوند استازې نسيمې پانيزۍ له غونډې ووتله او ټينگار يې درلود، چې د قبايلو د حقونو پر خلاف هېڅ قانون نه شي منلی.

له خیبر پښتونخوا سره د قبايلي سيمو له يو ځای کېدو سره به د پښتونخوا د مرافعې محکمې واک تر قبايلي سيمو وغځول شي او په دې برخه کې به د پښتونخوا د والي او ولسمشر ځانگړی واک هم پای ته ورسيږي.

د قبايلي سيمو له يو ځای کېدو سره د خیبرپښتونخوا په ايالتي اسامبلۍ د فاټا ۲۱ څوکۍ ورزياتې شي، چې شپاړس به يې عامې څوکۍ وي، څلور د مېرمنو او يوه د مذهبي لږه‌کیو لپاره.

په پارلمان کې د قبايلو يو شمېر غړي او مدني فعالان له خیبر پښتونخوا سره د يو ځای کېدو پر ځای د ځانگړې صوبې جوړولو غوښتنه کوي او په دې اړه يې د حکومت گام ناسم بللی دی، خو ډېری پښتانه دا کار گټور او د قبايلو د حقونو لپاره ستره لاسته راوړنه بولي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون