لوبې

د راشد خان هر اړخیزه لوبه سن رایزرز پایلوبې ته ورسوله

د انډین پرېمیر لیگ دوهمه نیمه پایلوبې کې سن رایزرز حیدر اباد لوبډلې د کلکته نایټ رایډرز پیاوړې لوبډلې په وړاندې لوبه ترسره کړه او دغې لوبې گټلو سره يي پایلوبې ته لار ومونده.

د لوبې پچه کلکته نایټ رایډرز لوبډلې وگټله او د ډگر ساتنې پرېکړه يي وکړه.

د سن رایزرز لوبډلې ټول اصلي توپ وهونکي یو ځل بیا د سیالې لوبډلې غوره او پیاوړې توپ وهنې ښکار شول او داسې ښکارېده چې سیالې لوبډلې ته به یو ټیټ هدف وټاکي او د دغې مهمې لوبې گټل به ورته ډېره زیاته ستونزمنه شي.

د شپږو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته راشد خان توپ وهنه پیل کړه او خپل پیاوړی او چټکې توپ وهنې سره يي ټوله نړۍ حیرانه کړه. راشد خان په یوازې ۱۰ توپونو د دوو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۳۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته يي یو ښه هدف وټاکه.

سن رایزرز لوبډلې ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل اوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د راشد خان پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۱۷۴ منډې جوړې کړې.

ساها په ۲۷ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۳۵ او شېکر دون په ۲۴ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۴ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

کلکته نایټ رایډرز لوبډلې لپاره کلدیپ یادف ۲ او شېوام ماوي، سنېل ناراین او چاولا یوه یوه وېکېټه واخیسته.

سن رایزرز حیدر اباد لپاره د توپ اچونې په برخه کې هم راشد خان تر ټولو ښه وځلېد او د سیالې لوبډلې تر ټولو پیاوړي او چټکه توپ وهنه کوونکي لوبغاړي يي وسوځول.

راشد خان خپل څلورو اورونو کې یوازې ۱۹ منډو ورکولو سره درې مهمې وېکېټې واخیستې. نوموړی دغې لوبې کې د رابېن اوتاپا، کرېس لېن او انډرې رسل په سوځولو بریالی شو.

د ډگر ساتنې په برخه کې يي هم پیاوړې او ښکلې لوبه نندارې ته وړاندې کړه. راشد خان دغې لوبې کې یو مهم لوبغاړی رن اوټ کړ او دوه ښکلي کېچونه يي ونیول.

کلکته نایټ رایډرز د راشد خان هر اړخیزې پیاوړې لوبې په وړاندې بې وسه ثابته شوه او شلو اورونو کې يي خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۶۰ منډې جوړې کړې او په ۱۴ منډو يي ماتې وخوړه.

کلکته نایټ رایډرز لپاره کرېس لېن په ۳۱ توپونو د شپږو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۸ او شوبمن گېل په ۲۰ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۰ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون