سلايډ (فيچر) کورنۍ

مسیر ورځپاڼه: د امریکا نوې تگلارې په افغانستان کې ناامني زیاته کړې ده

یو شمېر پوځي‌ کارپوهان او د ولسي جرگې غړي‌ وایي،‌ د سوېلي‌ اسیا او افغانستان په اړه د امریکا نوې تگلارې د ثبات او امنیت پر ځای په افغانستان بې ثباتي ډېره کړې او داسې ښکاري چې دا تگلاره د امریکا د مخکني‌ ولسمشر بارک اوباما تر تگلارې ډېره بې اغېزې ده.

د شنونکو په باور، اوس د دې وخت دی چې امریکا پر خپله تگلاره له سره کتنه وکړي، ځکه د جگړې له لارې د افغانستان د ستونزې هوارېدل ناشوني دي او غوره ده چې پر سولې تمرکز وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي یووالي‌ حکومت وړاندې له دې چې امریکا خپله تگلاره اعلان کړي،‌ د دې تگلارې هرکلی کړی و او اوس هم په ډېری غونډو کې د یادې تگلارې ستاینه کوي.

پوځي کارپوه جنرال عتیق الله امرخیل وايي،‌ د سوېلي اسيا او افغانستان لپاره د ټرمپ تگلاره گونگه ده او د دېری مسايلو په اړه پکې وضاحت نشته.

امرخیل مسير ورځپاڼې ته وویل:‌ «فکر کوم افغان حکومت به لا هم نه وي پوه چې د یادې تگلارې ټول جزیات څه دي او افغانستان ته یې کوم موارد په گټه او کوم موارد په زیان دي».

دی وایي،‌ په نوې تگلاره کې دا خبره ډېره کېده چې طالبان او نور وسله وال به د جگړې په ډگر کې تر فشار لاندې راځي‌ او بیا به په کمزوري‌ حالت کې د سولې خبرو ته حاضرېږي، چې دا معامله برعکس شوه او له دې تگلارې وروسته طالبان لا زیات پیاوړي شول‌ او د فراه په څېر د ښارونو منځ ته ورسېدل.

امرخیل زیاتوي چې د ټرمپ‌ د تگلارې بله برخه دا وه چې امریکا به له افغانستانه د خپلو عسکرو د وتلو مهالوېش نه ټاکي،‌ چې همدې کار د جگړې اوږدېدو ته د وسله والو پلمه لا پیاوړې کړه.

د ولسي‌ جرگې غړی رمضان بشر دوست وایي،‌ د څو میاشتو په تېرېدو سره اوس روښانه شوې‌ چې په افغانستان کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوې تگلاره ناکامه شوې او ناامني یې زیاته کړې ده.

نوموړي مسير ورځپاڼې ته وویل:‌ «د څو میاشتو په تېرېدو باید د یادې تگلارې لاسته راوړنې په نسبي‌ ډول روښانه شوې وای؛ خو هېڅوک هم له دې ستراتېژۍ د تر لاسه شوې پایلې په اړه کومه بېلگه نه شي وړاندې کولی ځکه نو دا یوه ناکامه ستراتېژي ده».

بشردوست همدا راز وايي،‌ د وروستیو نا امنیو په اړه د امریکا بې تفاوتي،‌ د ښارونو او ولسوالیو سقوط،‌ لویې بمي چاودنې او د وسله والو پياوړي‌ کېدل بیا هغه منفي پایلې دي‌ چې د امریکا له نوې تگلارې وروسته یې افغانان تجربه کوي.

یو بل سیاسي کارپوه یمین بارکزی بیا وايي،‌ افغان حکومت په پټو سترگو د دې تگلارې هرکلی کاوه او اوس ولس ته د ځواب ویلو هېڅ‌ هم نه لري.
نوموړي مسير ته وویل،‌ امریکایان او نور بهرنیان یوازې د لوبې ننداره کوي‌ او په افغانستان کې د روان حالت په اړه د مسوولیت هېڅ‌ ډول احساس ورسره نشته.

دی وایي،‌ که د ټرمپ نوې تگلاره اغېزناکه وای،‌ لږ تر لږه به افغان سوله پکې لومړیتوب و.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون