سلايډ (فيچر) سيمه ييزې او عربي

امریکا: که ایران زموږ غوښتنې ومني، ملگرتيا مو ورسره جوړېدای شي

د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو

 د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ويلي، که ايراني چارواکي د امریکا غوښتنې ومني، د يوه عادي هېواد په توگه چلند پيل کړي، نو بيا شونې ده، چې د تهران او واشنگټن اړيکې په دوستۍ بدلې شي.

پومپيو ويلي، چې د نورې نړۍ مشران د خپلو ولسونو پانگې نه لوټي او نه يې هم د سوريې او يمن په څېر پرديو هېوادونو کې کاروي او د که د ایران مشران هم په خپل دريځ کې بدلون راولي، دوستي ورسره شونې ده.

دی وايي: «موږ له ایران سره د دوستۍ لپاره داسې شرطونه وړاندې کوو، که ومنل شي، د ایراني ولس لپاره به دا ستره بريا وي، امریکايان به وکولای شي، چې ایران ته ولاړ شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به داسې اړيکې پيل شي، چې دواړو لوريو ته به يې گټې ورسيږي.»

د ایراني چارواکو او مذهبي مشرانو د پانگو په اړه هم د امریکا د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې د دوی پانگې بايد پاکې وي او په وينا يې د امریکا د بهرنيو چارو وزارت بايد په دې اړه بې پرې څېړنې وکړي.

په ایران کې د بندي امريکايانو په اړه مايک پومپيو ويلي، چې د بهرنيو چارو وزارت د دغو امریکايي بنديانو د خلاصون لپاره خپلې هڅې پيل کړي او له ایرانه يې غوښتي، چې دغه بنديان د بشري خواخوږۍ له لارې خوشې کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون