پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

اسلام اباد د قبايلي سيمو په اړه د افغانستان غبرگون د پاکستان په چارو کې لاسوهنه بللې

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند ډاکټر فیصل ‏

د افغانستان حکومت تېره ورځ د پاکستان د پارلمان هغه پرېکړه يو اړخيزه بللې، چې قبايلي سيمې يې د خیبر پښتونخوا ايالت سره يو ځای کړي او ټينگار يې کړی، چې د پاکستان دا گام په ۱۹۲۱ کې د افغانستان او برتانوي هند ترمنځ له شوې هوکړې خلاف دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت بيا د افغان حکومت څرگندونې بې ځایه بللي او ټينگار کوي، چې قبايلي سيمې له خیبر پښتونخوا سره يو ځا کېدل د قبايلي ولس په غوښتنه شوي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند ډاکټر فیصل د افغان حکومت دريځ د پاکستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه بللې ده.

د يادونه وړ ده، چې د تېرې پنجشنې په ورځ د پاکستان ولسي جرگې او ورپسې مشرانو جرگې د مرکزي حکومت هغه وړانديز منلی، چې له مخې به يي قبايلي سيمې له خیبرپښتونخوا ايالت سره يو ځای کېږي.

پاکستان د افغان حکومت دا نظر په داسې حال کې رد کړی، چې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر په مشرۍ لوړ پوړی پلاون نن اسلام اباد ته تللی او هلته به د پاکستان له لوی درستيز ډگر جنرال قمر جاويد باجوه، لومړي وزير شاهد خاقان عباسي او نورو چارواکو سره وگوري.

ټاکل شوې، چې دواړه لوري به د سولې په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په شوې هوکړه‌ليک خبرې وکړي، خو تر اوسه نه ده روښانه ښاغلی اتمر به له پاکستاني چارواکو سره د قبايلي سيمو په اړه هم خبرې وکړي که نه.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون