پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

لاريونوالو د خیبرپښتونخوا ايالتي اسامبلۍ کلابنده کړې

له خيبرپښتونخوا سره د قبايلي سيمو د يو ځای کېدو پر ضد پېښور کې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ جمعيت علما اسلام گوند احتجاجي ناسته روانه ده، لاريونوالو ايالتي اسامبلۍ کلابنده کړې او ايالتي شورا ته څوک نه پرېږدي.

دغو لاريونوالو په داسې حال د خیبرپښتونخوا اسامبلۍ مخته احتجاجي ناسته پيل کړې، چې دغه اسامبلۍ نن له خيبر پښتونخوا سره د قبايلي سيمو د يو ځای کېدو لپاره ځانگړې ناسته لري.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د پاکستان له ولسي جرگې او ورپسې مشرانو جرگې له خیبرپښتونخوا سره د قبايلي سيمو د يو ځای کې وړانديز منلی او نن به يې د خیبرپښتونخوا اسامبلۍ هم تاييد کړي.

د جمعيت علما اسلام سلگونو غړو د اسامبلۍ مخته تېر شوي سړک باندې ټایرونه سوځولي او دغه سړک يې د هر ډول ترافيکو پر مخ تړلی دی.

د لاريون پر مهال د مظاهره‌چيانو او پوليسو ترمنځ اخ وډب هم شوی او پولیسو د هغوی د تيتولو لپاره اوښکې بهوونکی گاز هم شیندلی دی.

ځايي خبريالان وايي، چې تر دوو ساعتونو د پوليسو او لاريونوالو ترمنځ اخ وډب روان و، اضافي امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي، خو لا هم اخ و ډب روان دی.

د يادونې وړ ده، چې جمعيت علما اسلام او د محمود خان اڅکزي په مشر پښتونخوا ملي عوامي گوند په ملي شورا کې د قبايلي سيمو د يو ځای کېدو په اړه د حکومت له پرېکړې سره مخالفت کړی او په ایالتي شورا کې هم د مولانا فضل الرحمن ډله د اپوزيسيون مشري پر غاړه لري او شونې ده، چې له خیبرپښتونخوا سره د قبايلي سيمو د يو ځای کېدو قانون په منلو کې تر يو ځایه ستونزې راپورته کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون