سلايډ (فيچر) نظر

د ټاکنو دسیسه ؟

ډاکټر فيض محمد ځلاند

په ولسواکو دولتونو کې ټاکنې د مشروعیت اساس جوړوي، ولس د قدرت سرچینه گڼل کیږي. د درې گونو قواوو تفکیک د ولسواکو سیاسي جوړښتونو اساسي بحث دی، د دې قواوو په  رامنځته کېدو کې د ټاکنو کردار حیاتي دی. د ملي وحدت د حکومت په رامنځته کیدو سره  په افغانستان کې ټاکنو خپل ارزښت له لاسه ورکړ

د ملي وحدت حکومت مشرانو ژمنه وکړه چې په دوه کلنو کې به د ولسي جرگې، ولسوالۍ شورگانو ټاکنې ترسره کیږي، د اساسي قانون د لويې جرگې نصاب به پوره کیږي او په دې ترتیب به د دولت بدلون، سیاسي شخړو حل او گڼو ملي مسلو ته حل لارې رامنځته کیږي. د ملي وحدت حکومت دوه کاله د ډاکتر صیب غني او عبدالله په خپلمنځیو شخړو کې تېر شول، څلورم کال یې شو خو د ټاکنو د ترسره کولو، د کمیسون په استقلالیت او د ټاکنو د بڼې او ډول په څرنگوالي لا سره سلا نه شول. ارگ مجبور شو د بهرنیانو تر فشار لاندې باید د ټاکنو د پاره مهالویش وړاندې کړي. د مهالویش څخه د مخه په ټاکنو کې د گډون بڼه او ډول څرگندول اړین و، د دې کار  لپاره ارگ د ټاکنو د خپلواک ؟ کمیسون سره په گډه د سټیکر ( Sticker) لگولو ناکاره پرزه د حل په توگه را وباسله. د سټکیر د لگلو له مخې پخواني د ټاکنو کارتونه لغوه شو، حتی د همدې سټیکر د لگولو د تگلارې له مخې موجوده تذکرې هم لغوه شوي، په دې مانا چې هیڅ افغان چې په ټاکنو کې قانوني حق لري، نشي کولی گډون وکړي ځکه چې تذکره یې سټیکر نه لري.

هر افغان چې تذکره لري، تذکره یې ځانگړې شمېره لري، د ثبت جلد، د کتاب شمیره، نېټه او  ورته نور کودونه لري چې د احوال او نفوسو په اړونده ادارو کې ثبت شوي، که د ملي وحدت حکومت د ټاکنو لیوالتیا لرله، ښه به دا وه چې همدا ویشلی شوي تذکرې او نوي اخیستل کیدونکي تذکرې یې کمپیتوترې کړي وای، د یو اساسي سیستم له مخې یې هغه ثبت کړي وي، هر چا چې د تذکرې له مخې په ټاکنو کې گډون کاوه د هغه د تذکرې شمیره به ثبت او بندیده او په دې توگه به د بیا ځلې گډون چانس ترې اخیستلی کیده. بله عملي لار یې د بریښنایي تذکرو د وېش له لارې وه. بریښنایي تذکرې چې د ملي وحدت د حکومت له پیل ورته په میراث جنجالي پاتې وي، د هغوی وېش تر داسې ورځې پورې وځنډاوه چې د بریښنایي تذکرو وېش یې نه یواځې په ټاکنو کې بې ارزښته کړ، بلکې په لویه کې يې دا پروسه تر سوال لاندې راوسته.

د را تلونکو ټاکنو له لارې یو ډله کسان چې افغانستان يې د B52 الوتکو  او بهرنیانو په زور برمته کړی دی، غواړي یو ستر اکثریت قوم له ټولو ملي پروسو، سیاسي پرمختگونو او نړیوالو ارزښتونو بې برخې کړي. دوی دا کوښښ د بون د غونډې له جوړښت څخه تر دې دمه په سیستماتیکه توگه کوي، دا چې د خدای منظوره جلا ده ، دا بېله خبره ده. د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې دوی همدا ثابتول غوښتل چې پښتون د افغانستان اکثریت نه دی، په ټاکنو کې يې درغلۍ وکړي، ټاکنې جنجالي دوېم پړاو ته لاړې، په دویم پړاو کې چې پښتانه له کور کلي په ټاکنو کې گډون ته را ووتل و د انسانانو یو ستر سیلاب یې رامنځته کړ، دوی چې پوه شول چې ټاکنې یې بایللي دي، په جان کیري یې غږ وکړ، امریکا چې د همدې گوډاگیانو په لمسون او مرستې تر دې دمه د ولسواکۍ کوم ډول په افغانستان کې غږوي، د دوی داد، فریاد ته لبیک ووایې، د څه کم نهه میلیونه افغانانو رایه یې بې ارزښته کړه او د جان کیري په لاس یو ناقانونه، نا مشروع حکومت رامنځته شو.

د ټاکنو اساسي ستونزې:

  • له نیم څخه د زیات افغان نفوس سره د تذکرو نه شتون
  • هغوی چې بیا تذکرې لري، د سټیکرو د لږولو له اسانتیاو بې برخې دي
  • د سټیکرو د لږولو د مراکز کمښت
  • چېرته چې مراکز خلاص شوي، هغوی یواځې د زور واکانو په خدمت کې دي.
  • د جعلي تذکرو او جعلي سټیکرو رامنځته کیدل.
  • د ارگ د نوماندانو او لیستونو رامنځته کېدل، چې ډېر ژر به یې موږ افشا کړو، وار د مخه ځینې کسان د ارگ لخوا د بریالیو نوماندانو په توگه د ټاکنو کمیسون ته ور پيژندلی شوي دي.
  • د ټاکنو د شفافیت، بې پریوالي، عمومي کېدا او سرېوالي په اړه گڼې ستونزې او شواهد.
  • د ناامنیو پراخیدا ـ فراه چې تېرو ورځو کې سقوط وکړ، ایا ولسوالۍ یې د طالبانو په ولکه کې نه دي؟
  • په حکومت کې د سیاسي ارادي نه شتون چې نه یواځې نه غواړي سمې ټاکنې ترسره شي بلکې غواړي یو کنترول شوی سیاسي بحران د ځان په گټه رامنځته کړي.
  • د پښتون ولس سره په ټاکنو کې د مور او میرۍ سلوک.

پورته ټولې چارې استعمار د ځان په گټه تر نیواک لاندې هیوادونو کې ترسره کوي، موږ د عراق بیلگه په مخ کې لرو، په لبیا کې چې څه وشول، حتی د مصر د ټاکنو پایلې موږ وکتلي چې څنگه د سیسي په زور واکۍ بدلي شي او نړیوالو پرې سترگې پټې کړي، له دې امله د پورته ستونزو په پړسولو کې د نړیوال کردار ډېر غوښن دی.

په تېرو ولسمشرېزو ټاکنو کې یواځې د خوست، پکتیا او پکتیکا څخه دولس سوه زره ( ۱۲۰۰۰۰۰(   کسانو رایه استعمال کړي وه، دا په دې مانا چې په خوست کې څه د پاسه څلور نیم لیکه افغانان په ټاکنو کې گډون کړی و، خو نن چې د سټیکر ستونزه یې راباسلي، د تذکرې مسله په کې راغلي، دا شمیره ماته نه ښکاري تر پنځوس زره پورې ورسیږي؟ همدا شمیرې به د خوست میشتو افغانانو په ضد په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې استعمالیږي، دارنگه به د نفوسو د ویش په برخه کې هم له دې شمیرو څخه گټه پورته کوي، په دې توگه به یو لوی اکثریت په اقلیت بدل شي.

یو کس چې په دایکندي کې په راتلونکو ټاکنو کې برخه اخلي، هغه ته به یواځې د یو ساعت په انتظار ټاکنې تمامیږي، خو یو بل افغان چې په زابل کې په ټاکنو کې وغواړي برخه واخلي، هغه ته به ټاکنې د سر په بیه تمامیږي، ځکه سټیکر به هغه د دولت د مخالفینو په کمین کې را گیروي. د دومره ستر ډار، وېرې او تکلیف څخه خو د زابل خلکو ته په ټاکنو کې نه گډون ښه دی. د وروستیو شمیرو له مخې په لسو پښتون میشتو ولایتونو کې یواځې څلور لکه افغانانو ځانونه ثبت کړي دي، چې د پکتیکا د ولسمشریزو ټاکنو رایې ترې زیاتې دي.

د اساسي قانون له مخې ( ۸۳ ماده، پنځم څپرکی) ټاکنې باید ازادې، عمومي، پټې او په مستقیمه توگه ترسره شي، تر څو یې له مخې د ولسي جرگې یا ولسوالۍ شورا غړې انتخاب شي. پوښتنه دا ده چې را تلونکې ټاکنې ایا په ریښتیا په ازاده، عمومي ( په ټول افغانستان کې)، په پټه ( له درغلیو او لاس وهنو پرته) او په مستقیمه توگه د رایې ورکوونکو له لوري ترسره کیږي او کنه هسې یوه ډرامه ده؟

د ټاکنو ترسره کولو کوم پیچلی علم ( Rocket Science) نه دی چې د حکومت یا د ټاکنو د کمیسون سر دې نه وې پرې خلاص، بلکې د حکومت په داخل کې ځینې کړۍ، بهرنیان او د سیمي استخبارات غواړي له دې لارې یو ستر ولس، لوی اکثریت قوم له دې بهیر څخه بې برخې کړي، راتلونکی حکومت د زور واکو، لنډغرو او پردیپالو په لمن کې وغورځوي، او په دې توگه د افغان وژنې روان بهیر اوږدیدو ته لار هواره کړي.

موږ په ټولو هغو دوستانو چې نوماندان دي، یا یې په ټاکنو د گډون تابیا کړي، غږ کوو چې ټاکنې تحریم کړي، د ټاکنو پر ځای د سولې په عملي پروسه کار وکړي، د جگړې په خاتمه فکر وکړي، د ټاکنو د کمیسون دروازه وتړي، د پورته ذکر شویو ستونزو په صورت کې به یې پایلې له درغلیو ډکې وي، ولسي شرم به رامنځته کړي، د غزنې کیسه به په میدان وردگو، کابل، مزار، هرات، غور، بادغیس، فره، فاریاب او گڼو نورو ولایتونو تکرار کړي.

په همدې هیله چې په دې حساس وخت کې خپله ملي دنده ترسره کړو.

یا رب توفیق!

ډاکټر ځلاند

ډاکټر ځلاند

ډاکټر فيض محمد ځلاند د کابل پوهنتون استاد او سياسي فعال دی.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون