پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

پاکستان د  «ISI» پخوانی مشر د لانجمه‌من کتاب له امله ممنوع الخروج اعلان کړی

د پاکستان د استخباراتو «ای ايس ای» پخوانی مشر ډگر جنرال اسد درانی ‏

د پاکستان د استخباراتو «ای ايس ای» پخوانی مشر ډگر جنرال اسد درانی د هند د استخباراتو له مشر سره د گډ لانجه‌من کتاب د ليکلو له امله ممنوع الخروج اعلان شوی دی.

اسد درانی له ۱۹۹۰تر۱۹۹۲ د ای ایس ای مشر و، په دې وروستيو کې يې د هندي استخباراتو «را» له پخواني مشر اې ايس دلیت سره په گډه «د سپای کرونيکلز را، ای ايس ای اينډ الوژن اف پيس» نومي لانجمه‌من کتاب ليکلی، چې په پاکستان کې يې د پوځي او ملکي چارواکو او سياستوالو غبرگونونه راپارولي دي.

دراني په دې کتاب کې له هند سره د کارگل جگړې، په ايبټ اباد کې د اسامه بن لادن پر ضد د امریکايي پوځيانو عملياتو، ولسمشر غني، طالبانو، حافظ سعید، کشمير او گڼورو نورو محرمو موضوعاتو په اړه څرگندونې کړي دي.

په کتاب کې راغلي، «دا پاکستان و، چې امریکا ته يې د اسامه په اړه خبر ورکړ او يې په ايبټ اباد کې وواژه.» همدارنگه يې افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان لپاره ستر گواښ بللی او په وينا يې امریکا د اشرف غني په لاس د پاکستان د خرابولو هڅه کوي. د طالبانو په اړه يې ليکلي، چې دغې ډلې په يوازې ځان د نړيوال ايتلاف پر ضد شپاړس کاله جگړه وکړه او د سولې خبرې هم باید د دوی په شرطونو وشي.

ټاکل شوې وه، چې په راتلونکو لنډو ورځو کې د دغه کتاب مخکتنه په هند کې وشي، خو د هند سفارت جنرال دراني ته د هند ويزه ور نه کړه.

پاکستاني سياستوالو دا کتاب د پاکستان په زيان بللی او ځينو يې ويلي و، که دا کتاب ملکي چارواکي ليکلی وای، خلکو به ملي خاين بللی وای.

د پاکستان د پوځ مرکزي قومندانۍ «جي ايچ کيو» تېره ورځ جنرال درانی ورغوښتی و او د کتاب په اړه يې ترې پوښتنې کړي، خو د پاکستان د پوځ وياند وايي، چې دراني د پوښتنو سم ځوابونه نه دي ویلي.

پاکستاني رسنيو ليکلي، چې پوځ د کورنيو چارو له وزارته غوښتي، چې د جنرال دراني په بهرني سفر بنديز ولگوي او د پوځ له غوښتنې سره سم کورنيو چارو وزارت ټولو هوايي ډگرونو او سرحدونو ته فرمان صادر کړی، چې جنرال درانی د دغه لانجه‌من کتاب د ليکلو له امله له هېواده بهر نشي تلی.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې مشر تورنجنرال اصف غفور ويلي، چې پوځ د اسد دراني کتاب د څېړلو لپاره ځانگړی کميسيون ټاکلی او دغه کميسيون به پرېکړه وکړي، چې د هغه په کتاب کې ليکل شوې خبرې رښتيا دي که نه؟

د پاکستان پخواني لومړي وزير نواز شريف ويلي، چې د دې کتاب په اړه بايد د ملي امنيت شورا غونډه راوبلل شي.

د پاکستان د مشرانو جرگې پخواني مشر رضا رباني ويلي، که داسې کتاب کوم ملکي چارواکي له خپل هندي سيال سره په گډه ليکلی وای، نو اوس به ملي خاين معرفي شوی وای.

حقوق پوهان څه وايي؟

حقوق پوهان وايي، که څېړونکي کميسيون د ډگر جنرال اسد دراني په کتاب کې خپاره شوي معلومات د پاکستان د ملي گټو پر خلاف وبلل، نو شونې ده، چې نوموړی په مرگ محکوم شي او يا هم بله ستره سزا ورکړل شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون