لوبې

د شفق او شینواري شپږیزې افغانستان سره ښه هدف ټاکلو کې مرسته وکړه

همدا شیبه د افغانستان او بنگله‌دېش لومړۍ شل اوریزه لوبه روانه ده چې دغې لوبې کې ملي لوبډلې د لوبې وروستی پړاو کې د شفیق الله شفق او سمیع الله شینواري چټکې توپ وهنې په مرسته ښه هدف په ټاکلو بریالۍ شوه.

د دغې لوبې پچه د بنگله‌دېش لوبډلې وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

افغانستان لپاره محمد شهزاد او عثمان غني پیاوړې توپ وهنه پیل کړه او اوږده او غوره ملگرتیا يي جوړه کړه. خو د عثمان غني تر سوځېدو وروسته افغانستان څو چټکې وېکېټې له لاسه ورکړې او لوبه د بنگله‌دېش په واک کې شوه.

د محمد نبي تر سوځېدو وروسته سمیع الله شینواری پیاوړې او چټکه توپ وهنه پیل کړه او لوبه يي د افغانستان په گټه روانه کړه.

د سمیع الله شینواري تر سوځېدو وروسته شفیق الله شفق هم د شپږیزو او څلوریزو باران جوړ کړ او افغانستان سره يي د یو ښه هدف په ټاکلو کې د پام وړ مرسته وکړه.

افغانستان ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د یو شمېر توپ وهونکو پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۱۶۷ منډې جوړې کړې او بنگله‌دېش ته يي د ۱۶۸ منډو هدف وټاکه.

افغانستان لپاره سمیع الله شینواري په یوازې ۱۸ توپونو د دریو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۳۶ او شفیق الله شفق په یوازې ۸ توپونو د یوې څلوریزې او دریو شپږیزو په مرسته ۲۴ منډې جوړې کړې.

محمد شهزاد په ۳۷ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۴۰، عثمان غني په ۲۴ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۲۶، اصغر ستانکزی په ۲۴ توپونو د یوې شپږیزې په مرسته ۲۵، نجیب الله ځدران په پنځو توپونو ۲، محمد نبي په دوو توپونو صفر، کریم جنت په یو توپ صفر او راشد خان په دوو توپونو د یوې شپږیزې په مرسته ۶ منډې جوړې کړې.

بنگله‌دېش لپاره ابوالحسن او محمودالله دوه دوه او ابو جاید، روبېل حسین او شکیب الحسن یوه یوه وېکېټه واخیسته.

بنگله‌دېش به له لنډې دمې وروسته د ۱۶۸ منډې هدف په تعقیب خپله توپ وهنه پیل کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون