لوبې

افغانستان بنگله‌دېش ته په ستر توپیر ماتې ورکړه

شیبه وړاندې د افغانستان او بنگله‌دېش ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو لومړۍ لوبه پای ته ورسېده. دغې لوبې کې افغانستان پیاوړې هر اړخیزې لوبې په مرسته بنگله‌دېش ته په ستر توپیر ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د بنگله‌دېش لوبډلې وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

افغانستان ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د یو شمېر توپ وهونکو پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۱۶۷ منډې جوړې کړې او بنگله‌دېش ته يي د ۱۶۸ منډو هدف وټاکه.

افغانستان لپاره سمیع الله شینواري په یوازې ۱۸ توپونو د دریو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۳۶ او شفیق الله شفق په یوازې ۸ توپونو د یوې څلوریزې او دریو شپږیزو په مرسته ۲۴ منډې جوړې کړې.

بنگله‌دېش لپاره ابوالحسن او محمودالله دوه دوه او ابو جاید، روبېل حسین او شکیب الحسن یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې د بنگله‌دېش ټول پیاوړي توپ وهوونکي د افغانستان د پیاوړې توپ اچونې ښکار شول او له ځانگړو منډو جوړولو پرته يي خپلې وېکېټې له لاسه ورکړې.

بنگله‌دېش په ۱۹ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د لېتون داس او محمودالله توپ وهنې په مرسته ۱۲۲ منډې جوړې کړې او د ۴۵ منډو په ستر توپیر يي ماتې وخوړه.

بنگله‌دېش لپاره لېتون داس په ۲۰ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزو په مرسته ۳۰ او محمودالله په ۲۵ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۲۹ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

افغانستان لپاره ټولو توپ اچوونکو پیاوړې او بریالۍ توپ اچونه وکړه. راشد خان او شاپور ځدران درې درې، محمد نبي دوه او مجیب الرحمن او کریم جنت یوه یوه وېکېټه واخیسته.

د افغانستان او بنگله‌دېش د دریو شل اوریزو لوبو د دغې لړۍ دوهمه لوبه به د جون په پنځمه د کابل پر وخت د ماښام ۷ بجې پیل شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون