پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

د پښتنو ژغورنې پر غورځنگ له بريد وروسته واڼه کې حالات ترينگلي دي

د پښتنو ژغورنې غورځنگ مخکښ مشر علي وزير

د سويلي وزيرستان واڼه سيمه کې تېره شپه د پښتنو ژغورنې غورځنگ پر غړو په وسله‌وال بريد کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او له څلوېښتو زيات ټپيان دي او له بريد وروسته په سيمه وضعيت ترينگلی دی.

ځايي رسنۍ وايي، چې تېره شپه په واڼه کې د پښتنو د ژغورنې غورځنگ د مخکښ غړي علي وزير پر پيټرول پمپ وسله‌وال بريد شوی دی. په دغه بريد کې علي وزير ته زيان نه دی اوښتی، خو د پښتنو د ژغورنې غورځنگ څلور غړي وژل شوي او د سيمه‌ييز خبريال نور علي په گډون له څلوېښتو زيات کسان ټپيان دي.

د پښتنو د ژغورنې غورځنگ مشران وايي، چې په دغه بريد کې د سيمه‌ييزو پاڅونوالو لاس دی، چې په وينا يې د پوځ ملاتړ له ځان سره لري.

د سويلي وزيرستان چارواکو هم د پېښې پخلی کړی او زياتوي، چې طالبانو د پښتنو ژغورنې غورځنگ پر غړو بريد کې د دغه غورځنگ غړو ته مرگ ژوبله اړولې ده.

له دغه بريد وروسته د پښتنو د ژغورنې غورځنگ مشر منظور پښتين په خواله رسنيو کې په خپره شوې ويډيو کې وويل، چې طالبانو د دوی پر ملگرو بريد کړی او د ځايي خلکو په ځوابي بريد کې طالبان خپلو مرکزونو ته په شا شوي دي.

منظور پښتين وايي، چې له تېرو پنځو مياشتو راهيسې د اساسي قانون په رڼا کې خپلې قانوني هلې ځلې کوي، تر اوسه يې يو سړم هم نه دی تړلی او نه يې هېڅ دولتي او عامه املاکو ته زيان رسولی، خو تور پورې کوي، چې «دولتي ادارې پر موږ ظلمونه کوي.»

منظور پښتين د پاکستان په گډون په ټوله نړۍ کې له پښتنو غوښتي، چې د ملگرو ملتونو د دفتر په گډون د نړيوالو بشري او دولتي دفترونو پر وړاندې خپل غږ پورته کړي او په وينا يې په پاکستان کې د دوی غږ نه اورېدل کيږي.

د واڼه په گډون په پېښور، کوټې، او نورو ښارونو د پښتنو ژغورنې غورځنگ په ملاتړ لاريونونه پيل شوي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون