سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

  د سوداگريزې جگړې په اړه چين ته د امریکا خبرداری

چين امریکا ته خبرداری ورکړی، که د چين پر ضد يې سوداگريزه جگړه ونه دروله دوی به يې پر وړاندې ورته گام پورته کړي.

چين وايي، که امریکا پر چينايي مالونو ماليې او بنديزونه ولگول، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداگرۍ په اړه مذاکرات بې گټې وي.

چينايي چارواکو دا څرگندونې په داسې حال کې کړي، چې د متحده ايالتونو د سوداگرۍ وزير ولبر راس په مشرۍ پلاوي تېره ورځ د چين د اقتصادي چارو واکمن او مرستيال لومړي وزير ليو هي سره ناسته کړې ده.

امریکا څو ورځ وړاندې گواښ کړی و، چې پر چينايي مالونو به پنځوس ميليارده ډالره اضافي ماليې ولگوي.

د چين سربېره اروپا هم پر امریکا نيوکې  کړي، چې پر اروپايي مالونو يې ماليې زياتې کړي دي.

د اروپايي هېوادونو د ماليې وزيرانو او د امریکا د ماليې وزير ترمنځ په کاناډا کې غونډه بې پایلې شوې او د اروپايي هېوادونو مشرانو د امریکا له لوري پر اروپايي مالونو ماليې ناسمې بللي دي.

د فرانسې د ماليې وزير ويلي، چې په راتلونکو لنډو ورځو کې له امریکا سره سوداگریزه جگړه پيلېدای شي.

خو بل پلو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپلې هغې پرېکړې دفاع کړې، چې پر اروپايي مالونو يې ماليې لوړې کړي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون