لوبې

افغانستان د بریا لپاره ۱۳۵ منډو ته اړتیا لري

همدا اوس د افغانستان او بنگله‌دېش ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو دوهمه لوبه روانه ده. دغې لوبې کې بنگله‌دېش افغانستان ته د ۱۳۵ منډو هدف وټاکه.

د لوبې پچه یو ځل بیا د بنگله‌دېش لوبډلې لوبډلمشر شکیب الحسن وگټله او دا ځل يي د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

که څه هم افغانستان لپاره د لوبې په لومړیو شیبو کې شاپور ځدران د لېتون داس مهمه وېکېټه ترلاسه کړه خو د تمیم اقبال غوره توپ وهنه بنگله‌دېش له ستونزمنو حالاتو وژغورله.

له شاپور ځدران وروسته محمد نبي او کریم جنت هم مهمې وېکېټې ترلاسه کړې او د بنگله‌دېش اصلي توپ وهوونکو ته يي د زیاتو او چټکو منډو جوړولو فرصت په لاس ورنکړ.

که څه هم تمیم اقبال د افغانستان لپاره ستره ستونزه وه خو راشد خان د نوموړی سوځولو سره دغه ستونزه له مخې لرې کړه او خپل څلورو اورونو کې يي څلور مهمې وېکېټې واخیستې او دغه لوبه يي د افغانستان په گټه روانه کړه.

که څه هم ورو توپ اچوونکو ډېره اقتصادي توپ اچونه کړې وه خو وروستیو دوو اورونو کې کریم جنت او شاپور ځدران ډېرې منډې ورکړې.

بنگله‌دېش لپاره تمیم اقبال تر ټولو غوره توپ وهنه وکړه. نوموړی په ۴۸ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۴۳ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی و. مشفق الرحیم هم په ۱۸ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۲۲ منډو جوړولو سره د نورو په پرتله ښه وځلېد.

بنگله‌دېش د تمیم اقبال توپ وهنې په مرسته ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۳۴ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يي د ۱۳۵ منډو هدف وټاکه.

افغانستان لپاره ټولو ورو توپ اچوونکو پیاوړې، بریالۍ او اقتصادي توپ اچونه وکړه. راشد خان خپل څلورو اورونو کې یوازې ۱۲ منډو ورکولو سره څلور او محمد نبي خپل څلورو اورونو کې ۱۹ منډو ورکولو سره ۲ وېکېټې واخیستې. مجیب ځدران خپل څلورو اورونو کې یوازې ۱۵ منډو ورکولو سره د وېکېټې په اخیستلو بریالی نه شو.

کریم جنت خپل څلورو اورونو کې ۴۰ منډو ورکولو سره یوه او شاپور ځدران هم خپل څلورو اورونو کې ۴۲ منډو ورکولو سره یوه وېکېټه واخیسته.

افغانستان به له لنډې دمې وروسته د ۱۳۵ منډو هدف په تعقیب توپ وهنه پیل کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون