لوبې

افغانستان له بنگله‌دېش څخه دوهمه لوبه او د شل اوریزو لوبو لړۍ وگټله

د افغانستان او بنگله‌دېش ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو دوهمه لوبه شیبه وړاندې د افغانستان په بریا پای ته ورسېده. افغانستان دغې لوبې کې د بنگله‌دېش لوبډلې ته په شپږو وېکېټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه یو ځل بیا د بنگله‌دېش لوبډلې وگټله او دا ځل يي د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

بنگله‌دېش لپاره تمیم اقبال تر ټولو غوره توپ وهنه وکړه. نوموړی په ۴۸ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۴۳ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی و. مشفق الرحیم هم په ۱۸ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۲۲ منډو جوړولو سره د نورو په پرتله ښه وځلېد.

بنگله‌دېش د تمیم اقبال توپ وهنې په مرسته ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۳۴ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يي د ۱۳۵ منډو هدف وټاکه.

افغانستان لپاره ټولو ورو توپ اچوونکو پیاوړې، بریالۍ او اقتصادي توپ اچونه وکړه. راشد خان خپل څلورو اورونو کې یوازې ۱۲ منډو ورکولو سره څلور او محمد نبي خپل څلورو اورونو کې ۱۹ منډو ورکولو سره ۲ وېکېټې واخیستې. مجیب ځدران خپل څلورو اورونو کې یوازې ۱۵ منډو ورکولو سره د وېکېټې په اخیستلو بریالی نه شو.

ځوابي توپ وهنې کې افغانستان لپاره شهزاد غوره او چټکه توپ وهنه وکړه خو د نوموړی تر سوځېدو وروسته لوبه ډېره ورو شوه خو د لوبې په نولسم اور کې د محمد نبي دوه شپږیزې او دوه څلوریزې دغه لوبه د افغانستان په بریا پای ته ورسوله.

افغانستان لپاره سمیع الله شینواری په ۴۱ توپونو د دوو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۴۹، محمد شهزاد په ۱۸ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۲۴، عثمان غني په ۳۱ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۲۱ او اصغر ستانکزی په اته توپونو څلور منډې جوړې کړې.

محمد نبي په یوازې ۱۵ توپونو د دریو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۳۱ چټکې منډې جوړې کړې او د لوبې په نولسم اور کې يي دغه لوبه د افغانستان په بریا پای ته ورسوله.

افغانستان د محمد نبي چټکې او پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۱۸٫۵ اورونو کې خپل څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۳۵ منډې جوړې کړې او دوهمه شل اوریزه لوبه يي هم وگټله.

بنگله‌دېش لپاره مصدق حسین ۲ او روبېل حسین او ابو حیدر یوه یوه وېکېټه واخیسته.

افغانستان دغې لوبې گټلو سره بنگله‌دېش څخه د دریو شل اوریزو لوبو لړۍ وگټله. د دغو دریو شل اوریزو لوبو لړۍ وروستۍ لوبه به د جون په ۷مه د کابل په وخت د ماښام ۷:۰۰ بجې ترسره شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون