سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

مکه مکرمه: د هوټلونو او اپارتمانونو کرايو کې اتيا سلنه زياتوالی راغلی

د مکې مکرمې په ځانگړې توگه د حرم شريف شاوخوا سيمو کې د هوټلونو او اپارتمانونو کرايو کې له شعبان مياشتې راهيسې اتيا سلنه زياتوالی راغلی دی.

د روژې په اخره لسیزه کې په کرايو کې نور زیاتوالی هم راغلی دی. حرم شريف ته نږدې د يوې کوټې کرايه پنځلس سوه ريال او لږ لرې سيمو کې له اتو سوو تر زرو ريالو ده.

د سعودي حکومت سرچينې وايي، چې د هوټلو او اپارتمانونو څښتنان به يوازې د روژې په اخره لسیزه کې اووه سوه ميليونه ډالره ترلاسه کړي او په دغو پيسو کې به اويا سلنه د هوټلونو څښتنانو ته ورځي.

د يوه هوټل څښتن هاني الهدلي رسنيو ته ويلي، چې د هوټل د کرايې اندازه له حرم شريف څخه د واټن په پرتله ټاکل کيږي.

له نهه تر پنځلس سوه ريالو د هغې کوټې کرايه ده، چې حرم شريف ته مخامخ وي او د کومو کوټو مخ چې بل لور ته وي، کرايه يې هم له اتو تر دولس سوو ريالو وي.

عربي رسنۍ وايي، چې  د مکې مکرمې ټول هوټلونه نيول شوي او کرايه يې له حرم شريف سره د نږدې والي په اندازه ټاکل شوې ده.

د سعودي د توريزم وزارت هوټلونو ته جوازونه ورکړي، په دغو هوټلونو کې نوي زره کوټې دي او په دغو کوټو کې لس لکه عمره کوونکي اوسېدلی شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون