سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د ناټو غونډه کې افغانستان ته د نورو پوځيانو په لېږلو خبرې کېږي

د ناټو غړو هېوادونو دفاع وزيران سبا او بله ورځ د بلجيم پلازمېنې بروکسل کې د افغانستان امنيتي وضعيت په اړه ځانگړې غونډه لري او په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموريت په اړه سلامشورې کوي.

ټاکل شوې، چې  په دغه غونډه کې افغانستان ته د نورو پوځيانو په لېږلو هم بحثونه وشي.

د ناټو مرستيال وياند پيرز کزالي ويلي، چې په دغه غونډه کې به د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې، مالي او پوځي مرستې سربېره افغانستان ته د نورو پوځيانو په لېږلو هم بحث وشي.

دغه غونډه سبا پنجشنبه او بله ورځ جمعه په بروکسل کې جوړيږي او ناټو ۲۹ غړو دولتونو د بهرنيو چارو وزيران به د راتلونکې جمعې په ورځ د افغان امنيتي وضعيت د ارزولو په اړه بحث وکړي.

د افغانستان دفاع وزير طارق شاه بهرامي او همدارنگه په افغانستان کې د امریکايي او ناټو پوځيانو مشر قومندان جنرال جان نيکلسن او د ناټو يو شمېر ملکي چارواکي په دغه غونډه کې د گډون لپاره بلجيم ته روان شوي دي.

جرمني، برتانيې او ځينو نورو دولتونو له پخوا لا افغانستان ته د نورو پوځيانو په لېږلو ټينگار کړی دی.

د ۲۰۱۴ په پای کې د بهرنيو ځواکونو د پوځي ماموريت له پای ته رسېدو وروسته په ۲۰۱۵ کې ناټو په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ تر نوم لاندې فعاليت پيل کړی او د دغه ماموريت له مخې ناټو ځواکونه د افغان امنيتي ځواکونو روزنې، مشورې او د اړتيا پر مهال د مخالفينو پر ضد جگړو گډون کوي.

ناټو په داسې حال کې د افغانستان امنيتي وضعيت او د نورو پوځيانو په رالېږلو بحث کوي، چې وسله‌والو مخالفينو د «الخندق» په نوم عمليات پيل کړي او د پوځي چارو د کارپوهانو په وينا يو شمېر ولايتونو ته يې جدي گواښونه متوجه کړي دي.

افغانستان لپاره د امریکايي مرستو او بيا  رغونې د څار ادارې په خپل راپور کې ويلي، چې د افغانستان په اړه د امریکا نوې تگلاره د هيلو په اندازه بريالۍ نه ده او نه يې هم مخالفين کمزوري کړي، بلکې د پرمختگ په حال کې دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون