سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

قطر د ولسمشر غني له خوا د اوربند هرکلی کړی

د قطر امیر، شیخ تمیم بن حمد آل ثاني

د قطر خلیجي دولت د ولسمشر اشرف غني له خوا له افغان طالبانو سره د لنډمهاله اوربند هرکلی کړی.

قطر چې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه هم دی، په یوه خبرپاڼه کې هیله څرگنده کړې چې طالبان به د ولسمشر غني وړاندیز ته «ژر ځواب ورکړي».

د قطر د بهرنیو چارو وزارت هیله څرگنده کړې چې د ولسمشر غني اعلان به د دې زمینه برابره کړي چې افغان حکومت او وسله وال طالبان د خبرو اترو مېز ته کېني.

دغه هېواد یو ځل بیا ټینگار کړی چې د افغانستان ربړه یوازې سیاسي اواری لري. قطر زیاته کړې چې د طالبانو د غورځنگ او افغان حکومت ترمنځ د قطر منځگړیتوب موخه په افغانستان کې د سولې راگرځېدل دي.

د قطر هېواد له هغې وروسته په افغان سوله کې د یوه مهم هېواد په توگه یادېږي، چې په ۲۰۱۳ کال کې په دغه هېواد کې د وسله والو طالبانو سیاسي دفتر پرانیستل شو. که څه هم د طالبانو سیاسي دفتر د پخواني ولسمشر حامد کرزي د مخالفت له امله ژر وتړل شو؛ خو د طالبانو سیاسي استازي لا هم په دغه هېواد کې مېشت دي.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون